تهران 14 جولائي (اے پي پي) د پاکستان په درخواست د زائرينو مسائل پحقله د پاکستان، ايران او عراق د داخله وزيرانو مهم كنفرنس په تهران كښې پېل شوے٬ په درې هېواديزه كنفرنس كښې به داخله وزير محسن نقوي، د ايران داخله وزير سکندر مومني او د عراق داخله وزير عبدالامير الشمري ګډون كوي۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې ګډوان لپاره د ايران …
د پاکستان، ايران او عراق د داخله وزيرانو مهم كنفرنس په تهران كښې پېل شو

مزید خبریں
تهران 14 جولائي (اے پي پي) د پاکستان په درخواست د زائرينو مسائل پحقله د پاکستان، ايران او عراق د داخله وزيرانو مهم كنفرنس په تهران كښې پېل شوے٬ په درې هېواديزه كنفرنس كښې به داخله وزير محسن نقوي، د ايران داخله وزير سکندر مومني او د عراق داخله وزير عبدالامير الشمري ګډون كوي۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې ګډوان لپاره د ايران داخله وزارت ته په راتګ داخله وزير سکندر مومني د پاكستان د داخله وزير محسن نقوي هركلے وكړو ٬ دا كنفرنس د پاكستان د داخله وزارت په درخواست كېږي چې پكښې د پاکستان، ايران او عراق داخله وزيران ګډون كوي۔ کنفرنس كښې به د زائرينو او د پوله ايزو مسئلو حل لپاره په كوټلې اقدامات غور كولې شي چې پكښې زائرين ته د لا سهولت وركولو لپاره د اقدامات جاج اخستلے شي۔ په كنفرنس كښې د ايران نائب داخله وزير علي اکبر پور جمشيديان، د ايران داخله وزير سينئر سلاحكار نادر يار احمدي، د پاكستان د داخله وزارت سيکرټري خرم آغا او د عراق د داخله وزارت لوړ پوري هم ګدون كوي










