تهران۔13جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سركاري دوره ايران ته ورسيد٬ په امام خمېنی انټرنېشنل ايئرپورټ د ايران داخله وزير اسکندر مومنی خپل پاكستاني همڅنګ محسن نقوي ته هركلے ووے۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د ايران د كورنيو چارو وزارت اعلی چارواكي ٬ په ايران كښې د پاكستان سفير اېم مدثر ټيپو ٬ قونصلر …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سركاري دوره ايران ته ورسيد

مزید خبریں
تهران۔13جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سركاري دوره ايران ته ورسيد٬ په امام خمېنی انټرنېشنل ايئرپورټ د ايران داخله وزير اسکندر مومنی خپل پاكستاني همڅنګ محسن نقوي ته هركلے ووے۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د ايران د كورنيو چارو وزارت اعلی چارواكي ٬ په ايران كښې د پاكستان سفير اېم مدثر ټيپو ٬ قونصلر آفتاب بټ او سفارتي چارواكي هم موجود وو۔ وفاقی وزیر محسن نقوی خپل ايراني همڅنګ سره ملاقات وكړو او هغه سره يۍ د شريكو خوښې په چارو او پاك ايران اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ايران د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږ خپل ورور ته ايران ته په راتللو د زړه له كومې هركلے وايوو۔ یقینا ستاسو دوره به پاك ايران اړيكو ته وده وركولو كښې مرستياله ثابت شي۔ په دې موقعه وفاقي وزيرمحسن نقوي ووئيل ایران زمونږ ورور ګاونډي هېواد دے٬ مونږ ايران سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼؤ۔ محسن نقوی ووئيل هيله ده چې د پاک ۔ ایران او عراق درې هېواديزه كنفرنس سره به د زائرينو مسئلې حل كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وفاقي وزير محسن نقوی د ايران سپریم لارښود آیت اے خامنه ای او صدر مسعود پزشکیان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وفاقی وزیر به سبا د ګل ورځ په تهران كښې يوه مصروف ورځ تېروي۔ هغه به د زائرینو او بارډر ايشوز په اړه سبا په تهران كښې كېدونكي درې هېواديزه كنفرنس كښې ګډون كوي۔ په دې كنفرنس كښې به د ایران او عراق داخله وزيران ګډون كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بارډر او نورو اړوندو مسئلو حل لپاره د پاكستان په خواست دا كنفرنس كيږي۔ وفاقي وزير به د ايران صدر مسعود پزشكيان سره هم ملاقات كوي۔










