د آزادۍ په مبارزه كښې د كشميري وګړو قربانۍ د هيرولو نه دي: سردار اياز صادق

اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق څو لسيزو څخه د روان هندي ظلم او زياتي مقابله كوؤنكي كشميري اولس مضبوطه حوصله ستائلو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د آزادۍ په مبارزه كښې د كشميري وګړو قربانۍ د هيرولو نه دي۔ د اتوار په ورځ د كشميري شهيدانو ورځې په موقع شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره سپيكر ووئيل د هند …

اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق څو لسيزو څخه د روان هندي ظلم او زياتي مقابله كوؤنكي كشميري اولس مضبوطه حوصله ستائلو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د آزادۍ په مبارزه كښې د كشميري وګړو قربانۍ د هيرولو نه دي۔ د اتوار په ورځ د كشميري شهيدانو ورځې په موقع شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره سپيكر ووئيل د هند رياستي ترهګري د كشميري اولس حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ ده ددې خبرې پخلې وكړو چې د کشمیری اولس د خپلواكۍ حق ښكاره دے د كوم چې كومه سودا كېدې نه شي۔ سردار ایاز صادق په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له بشپړ كردار ترسره كړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې قامي پارليمنټ د قامي يووالي توثيق كولو سره د يو شمېر قراردادونو دلارې د كشميري وګړو پرله پسې ملاتړ كړے دے۔ پاكستان په ټولو نړيوالو پلېټ فارمونو د كشميري اولسي اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ كوي۔

مزید خبریں