په اسلام آباد، لاهور موټر وے ترافيكي پيښه ٬ 5 مړه ٬ 36 ژوبل

پېنډۍ ۔13جولائی(اے پی پی) په اسلام آباد، لاهور موټر وے چکری انټرچېنج ته نزدې يو مسافر بس سړك څخه ښكته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 36 ژوبل شوي دي۔ پېښې څخه سمدستي وروستو د رېسکیو 1122 ډلې موقعې ته ورسېدې او د مرستې كارروايۍ يۍ پېل كړې۔ د رېسكيو وياند له مخې ژوبل شوي په فوري توګه بېلو روغتونونو ته رسولې شوي دي۔ په دوئي …

پېنډۍ ۔13جولائی(اے پی پی) په اسلام آباد، لاهور موټر وے چکری انټرچېنج ته نزدې يو مسافر بس سړك څخه ښكته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 36 ژوبل شوي دي۔ پېښې څخه سمدستي وروستو د رېسکیو 1122 ډلې موقعې ته ورسېدې او د مرستې كارروايۍ يۍ پېل كړې۔ د رېسكيو وياند له مخې ژوبل شوي په فوري توګه بېلو روغتونونو ته رسولې شوي دي۔ په دوئي كښې 22 ډی اېچ کیو روغتون چكوال ، 8 پمز ، اسلام آباد او 6 ډی اېچ کیو روغتون ٬ پېنډۍ ته منتقل كړې شوي دي۔ دغسې په حق رسېدليو كښې د يو مړې ډي اېچ كيو ٬ چكوال او د پاتې څلور كسانو مړي ډی اېچ کیو، پېنډۍ ته وړلې شوي دي۔ د وياند له مخې پېښی سره مخ شوې بس لاهور ته روان ؤ۔

مزید خبریں