د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال د پوليو مخنيوي سره اړوند وركشاپ ته خطاب

اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال د پوليو مخنيوي سره اړوند وركشاپ ته خطاب كښې وئيلي دي چې پوليو وائرس په څلورو واړو صوبو كښې موجود دے٬ ګرد هېواد څخه په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس د شتون تصديق كيږي٬ د روان كال په مهال تر دې دمه د پوليو 14 كېسونو تصديق شوے دے۔ سید مصطفیٰ کمال ووئيل چې د پوليو مهلك اثراتو …

اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال د پوليو مخنيوي سره اړوند وركشاپ ته خطاب كښې وئيلي دي چې پوليو وائرس په څلورو واړو صوبو كښې موجود دے٬ ګرد هېواد څخه په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس د شتون تصديق كيږي٬ د روان كال په مهال تر دې دمه د پوليو 14 كېسونو تصديق شوے دے۔ سید مصطفیٰ کمال ووئيل چې د پوليو مهلك اثراتو څخه د خبرېدو باوجود د ځينې مور پلار خپلو كوچنيانو لپاره نه فكرمند كېدل د حېرانتيا خبره ده۔ ده ووئيل نن په نړۍ كښې د كېنسر په څير د موذي رنځ درملنې شته خو پوليو هېڅ درملنې نه لري٬ مور پلار دې د پوليو خطرې پخپله ادراك كولو سره زمونږ پوليو وركرز سره رابطه وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل خپل كوچنان پوليو څخه بچ كولو له دې د دوئي وېكسي نېشن په هر صورت باوري كړي۔ ده ووئيل د پوليو ختمولو له حكومت بشپړ عزم سره هڅې روانې ساتلې دي۔ سید مصطفیٰ کمال ووئيل په افغانستان كښې چرته چې دا مهال د طالبانو حكومت دے كور په كور پوليو مهم روان دے٬ په جنګ ځپلې غزه سيمه كښې هم مېندې خپلو كوچنيانو ته پوليو وېكسن وركول باوري كوي۔

مزید خبریں