اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په 13 جولائي 1931 د خپلې وينې قرباني وركوؤنكو مېړنو كشميريانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ډوګره راج ټوپكې او د هندي رياست تشدد د يو ظلم دوه بېل صورتونه دي٬ د كشميري شهيدانو ورځ د دے عهد د پخلي ورځ ده چې پاكستان د كشميري اولس د آزادۍ د حق محافظ هم دے …
وفاقي وزير محسن نقوي په 13 جولائي 1931 د خپلې وينې قرباني وركوؤنكو مېړنو كشميريانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په 13 جولائي 1931 د خپلې وينې قرباني وركوؤنكو مېړنو كشميريانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ډوګره راج ټوپكې او د هندي رياست تشدد د يو ظلم دوه بېل صورتونه دي٬ د كشميري شهيدانو ورځ د دے عهد د پخلي ورځ ده چې پاكستان د كشميري اولس د آزادۍ د حق محافظ هم دے ٬ عملبردار هم او ضامن هم۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د كشميري شهيدانو په ورځ جاري شوي خپل پېغام كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږ په 13 جولائي 1931 د خپلې وينې قرباني وركوؤنكو مېړنو كشميريانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوو۔ هغه د اذان په احترام كښې د كلك اودرېدونكو 22 كشميري شهيدانو قربانۍ ته سلام كولو سره ووئيل 13 جولائی 1931 د مظلوم د ژبې بندونكي نظام په ضد د ضمير د آزادۍ اولنې پورته شوے غږ ؤ۔ محسن نقوي ووئيل چې د ډوګره راج ټوپكې او د هندي رياست تشدد دواړه د يو ظلم بېل شكلونه دي۔ په مقبوضه كشمير كښې عقائد، هويت ، رائے او مزاحمت د رياستي طاقت د لارې لمينځه وړل په وقار پسې ټوقې كول دي۔ محسن نقوی ووئيل چې مودي سركار هم د ډوګره راج په څير د كشميري اولس په ضد ظالمانه اقدامات كوي٬ هندي رياستي پالېسي د كشميري ځوانانو نسل وژنې ٬ ماورائے عدالت وژنې او خبريالان غلې كولو سره د انسانيت تذليل كوي۔ ده ووئيل د صدر ټرمپ د ثالثۍ وړاندېز د امن دروازه پرانسته ٬ هند انكار كولو سره دغه دروازه پخپله بنده كړه۔ ده ووئيل امن څخه انكار د هند د جنګي ذهنيت ثبوت دے۔ محسن نقوی ووئيل د شهيدانو له وينې څخه پورته شوې د آزادۍ غږ ټوپك ٬ زندان يا كرفيو غلې كولې نه شي دا به تر نسلونو ژوندے پاتے وي۔ ده ووئيل د كشميري شهيدانو ورځ د دے لوظ د پخلي ورځ ده چې پاكستان د كشميري اولس د آزادۍ حق محافظ دے۔










