د تجارت وفاقي وزير د ويتنام د سټيټ بنك نائب ګورنر ډاكټر هوآن ترنګ سره ملاقات

هنوئی۔12جولائی(اے پی پی) د پاكستان د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د خالي په ورځ د وېتنام د سټېټ بنك نائب ګورنر ډاكټر هوآن ترنګ سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان او وېتنام ترمينځه مالياتي مرستې ته د ودې وركولو په امكانانو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو فريقو په كال 2004 كښې د سټېټ بنک آف پاکستان (اېس بی پی) او سټېټ بنک آف وېتنام (اېس …

هنوئی۔12جولائی(اے پی پی) د پاكستان د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د خالي په ورځ د وېتنام د سټېټ بنك نائب ګورنر ډاكټر هوآن ترنګ سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان او وېتنام ترمينځه مالياتي مرستې ته د ودې وركولو په امكانانو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو فريقو په كال 2004 كښې د سټېټ بنک آف پاکستان (اېس بی پی) او سټېټ بنک آف وېتنام (اېس بی وی) ترمينځه د لاس ليك شوي مفاهمتي يادښت ذكر وكړو او بدلېدونكي مالياتي منظرنامه او مخ په زياتېدونكې دوه اړخيزه تجارت ته پام كولو سره يۍ د دغې لوظنامې د تجديد او په نوو بنيادونو ددې د اودرولو تجويز خوشبين وګرځولو۔ وفاقی وزیر د ډیجیټل بېنکارۍ په څانګه كښې د وېتنام د پېشرفت ستائنه وكړه او په پاكستان كښې د مالياتي جدت ودې لپاره يۍ د وېتنام تجربو څخه په ګټه پورته كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ فریقېنو اقتصادي او تجارتي رابطو ته وده وركولو سره د مركزي بېنكونو كردار تسليم كړو۔ د ملاقات په پايه كښې په دې موافقت وشو چې د سټېټ بنک آف پاکستان د نړيوالو اړيكو څانګې د لارې به اداره جاتي رابطې په ځايې ساتلې شي۔

مزید خبریں