د وفاقي وزير محسن نقوي د ډي ايس پي رحمين په شهادت هغه ته د عقيدت پیرزوئنې

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سوئيلي وزيرستان كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په بريد كښې د ژوبل شوي ډي اېس پي رحمين خان په شهادت هغه ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي د شهادت درجه ترلاسه كوؤنكي ډي اېس پي رحمين ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنې كورنۍ …

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سوئيلي وزيرستان كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په بريد كښې د ژوبل شوي ډي اېس پي رحمين خان په شهادت هغه ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي د شهادت درجه ترلاسه كوؤنكي ډي اېس پي رحمين ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنې كورنۍ سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه۔ ده د شهید ډی اېس پی عظيمې قربانۍ ته سلام كولو سره ووئيل رحمين د قام د سر تاج دے ٬ اتل ډي اېس پي رحمين خان د ځان قرباني وركړه خو د خپل فرض په ادا كولو كښې يۍ كوم كمې ونكړو۔ ده ووئيل د شهید ډی اېس پی رحمین خان په څير اتلان فرزندان د خېبر پښتونخوا پوليس وياړ دي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس د مېړنو افسرانو او ځوانانو د ترهګرو په ضد جنګ كښی د ځانګړې قربانيو مثال نه موندلې كيږي۔ محسن نقوی ووئيل مونږ د شهيد ډي اېس پي رحمين خان كورنۍ سره ولاړ يوو او تل به ولاړ پاتې كيږؤ۔

مزید خبریں