د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په يوه ورځنۍ دوره منامه ته ورسيد ، بحرینی همڅنګ سره ملاقات ٬ امنيتي مرسته كښې د زياتوالي په شمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه

منامه۔12جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په يوه ورځنۍ دوره د بحرېن پلازمينه منامه ته ورسېد٬ په ایئرپورټ وفاقي وزير ته خپل بحرېني همڅنګ شېخ راشد الخلفیه تود هركلے ووے۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې بحرېنی وزارت داخله هېډ کوارټر منامه فورټ ته د رسېدو په مهال وفاقي وزير محسن نقوي ته ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ وفاقي وزير …

منامه۔12جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په يوه ورځنۍ دوره د بحرېن پلازمينه منامه ته ورسېد٬ په ایئرپورټ وفاقي وزير ته خپل بحرېني همڅنګ شېخ راشد الخلفیه تود هركلے ووے۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې بحرېنی وزارت داخله هېډ کوارټر منامه فورټ ته د رسېدو په مهال وفاقي وزير محسن نقوي ته ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ وفاقي وزير خپل بحرېني همڅنګ سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې چارو سره سره په امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه او د امنيتي مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړلے شو۔ د دواړو لارښودو ترمينځه د ترهګرۍ ٬ بشري قاچاق او نشائي توكو مخنيوي حوالې سره په دوه اړخيزه تګلاره هم خبرې اترې وشوې۔د بحرېن د كورنيو چارو وزير د پاكستان او بحرېن ترمينځه د امنيت په شمول په نورو څانګو كښې مرسته او هم آهنګي وستائله۔ ده ووئيل دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه په مضبوطو اړيكو د اډانه امنيتي تړون مستحكمولو موقع ده۔ده ووئيل د پاكستان او بحرېن ترمينځه امنتي مرستې او کوآرډینېشن ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د بحرېن او پاکستان د داخله وزارتونو ترمينځه د نشائي توكو او بشري قاچاق مخنيوي لپاره مرسته زياتول ضروري دي۔ محسن نقوی خپل بحرېني همڅنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔ په دې موقع د بحرېن نائب وزیر داخله مېجر جنرل عادل بن خلفیه بن حماد،چیف آف پبلک سکېورټی، سینئر عسکری افسران، په بحرېن كښې د پاكستان سفير ثاقب رؤف، ډپټی هېډ آف مشن او اعلی سفارتي چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں