کوالالمپور /اسلام آباد 11جولائی (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان يو مستحکم او په مرسته اډانه ایشیا پیسفک جوړولو كښې د آسیان مرکزی کردار ته د قدر په سترګه ګوري، پاکستان يو سیکټرل ډائیلاګ پارټنر او اے آر ایف غړي په توګه د آسیان انضمام، كوټلي او د امن تزویراتی اهداف لپاره د خپلې بشپړه مرستې پخلے كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه …
نړيواله ورورولي دې د كشمير مسئلې امناك حل او د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ملاتړ وكړي ٬ امناكه ، مستحکم، متحد او سوكاله افغانستان زمونږ د ټولو په ګټه دے۔ د نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار د آسیان ریجنل فورم وزارتی غونډي ته وينا

مزید خبریں
کوالالمپور /اسلام آباد 11جولائی (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان يو مستحکم او په مرسته اډانه ایشیا پیسفک جوړولو كښې د آسیان مرکزی کردار ته د قدر په سترګه ګوري، پاکستان يو سیکټرل ډائیلاګ پارټنر او اے آر ایف غړي په توګه د آسیان انضمام، كوټلي او د امن تزویراتی اهداف لپاره د خپلې بشپړه مرستې پخلے كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه د د جمعې په ورځ کوالالمپور كښې د آسیان ریجنل فورم 32مي وزارتی غونډي ته وينا كښې وګره ۔ده ووئيل اے آر ایف د بارو جوړولو او سيمه ايزي مکالمې لپاره يو مهم پلیټ فارم دے، پاکستان 2025 نه پس د ایکشن پلان جوړولو لپاره د آسیان د اقدام هركلے كوي، هيله لرو چې نوي منصوبه كښې به غیر روایتي سلامتیا لپاره د خطرو په شان موسمیاتی بدلون، وبائی رنځونو ، سائبر خطرو، میری ټائم سیکورټی او په آفتونو غبرګون ته پام لرنه وكړي۔ده ووئيل 46م آسیان مشرانو غونډه په کامیابۍ سره كوربتوب كولو باندې ملائیشیا له مبارکي وركوم۔ نائب وزیراعظم ووئيل زمونږ خپله سيمه سوئيلي اسياﺀ غیر حل شوو شخړو سره د تعلق لرونكو سیکورټی چیلنجونو سره مخ ده،په هغې كښې د جموں او کشمیر شخړه اول ده كومه چې د سيمه ايز عدم استحکام مرکز دے۔ده ووئيل پاکستان پرله پسې د جموں و کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او کشمیریانو د هيلو له مخې منصفانه او د امناكه حل کولو وکالت کړے۔ سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل په 22 اپریل 2025 هند په غیر قانونی توګه تسلط لاندې ساتلي جموں و کشمیر كښې د پهلګام پېښي نه پس بغير د څه مصدقه ثبوت یا تحقیقات په پاکستان الزام ولګولو ، دغسې په 26 اپریل پاکستان د غیر جانبداره تحقیقات تجویز وركړو ، خو هند د دغې په ځاے د جارحیت انتخاب وکړو او په 7 مئی يې بريد وكړو چې پكښې عام وګړي مړه شول او بنیادی ډھانچې ته زيان ورسيد۔ده ووئيل پاکستان په ځواب كښې د ملګرو ملتونو چارټر آرټیکل 51 ترمخه د خپلي دفاع حق استعمال کړو ،په 7 او 10 مئی زمونږ هوائي ځواك او پوځيانو خپل غبرګون كښې د تحمل او ذمه وارۍ مظاهرہ کولو سره يواځي د هغوي فضائیه او پوځي اثاثي په نخښه كړي۔ده ووئيل پاکستان د خپلي دفاع حق له مخې د عزم او ذمه وارۍ سره سباؤن كښې د كوم هم جارحیت ځواب وركولو حق محفوظ لري۔ده ووئيل د هند د سندھ آبی لوظنامې په يو اړخيزه توګه د معطل كولو پريكړه د نړيوالو لوظونو خلاف ورزي نوره هم واضحه كوي، لوظنامه كښې د كوم هم يو اړخيزه کارروائی څه شق نشته،د هند اقدامات سره په سندھ طاس انحصار کونكي ګڼ شمير خلق د خطر سره مخ دي او دا د نړيوالو اصولو خلاف ورزی ده،بايد نړيواله ورورولي د دې رویي په سنجیدګۍ سره نوټس واخلي۔ده ووئيل مونږ د هند او پاكستان ترمينځه جنګ بندی برقرار ساتلي، مونږ د دې د نفاذ لپاره لوظي يو او د نړيوالو شراکت دارو د کردار ستائنه كوو۔ده ووئيل مونږ د جموں و کشمیر شخړي امناكه حل له د مرستي د وړانديز هركلے كوو، پاکستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړي چې د كشمير مسئلې امناكه حل او د کشمیریانو د خپلواكۍ حق مرسته وكړي۔ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد نړيوال جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي۔په دې هلو ځلو كښې مونږ د 80,000 څخه د زياتو قیمتی ځانونو زيان پورته كرے او 150 اربه ډالره اقتصادی زيان مو زغملے دے۔ نائب وزیراعظم ووئيل مونږ سرحدی کنټرول، سائبر نګراني او انټیلی جنس کوآرډینیشن ښه كړے،د ترهه ګرۍ بنیادی وجوهات حل کولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل پاکستان د پولي پوري غاړه څخه د ترهه ګرۍ ښكار دے،مونږ د پاکستان په ضد د ترهه ګرو ډلو د بهرني مرستې تفصیلی شواهدو ډوزئير د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل ته وړاندې كړے۔ نائب وزیراعظم ووئيل ترهه ګرۍ مخنيوي بیانیه کمیونټیز او په خاص توګه د مسلمانانو بدنامولو لپاره يو د خفګان وړ رجحان دے،كله چې دغسې بیانیه د ریاستی اسلام فوبك پالیسیو سره تړلې كيږي نو د هغې نتيجې بنیادی حقونو ته زيان رسولو سره بنیاد پرستۍ كښې اضافه كيږي،بايد د دې طرز عمل ټول غندنه وكړي۔ ده ووئيل اوسنيو كښې پاکستان د افغانستان سره اړيكي قوي كولو له اقدامات کړې چې پكښې زما د 19 اپریل د كابل دورہ او په 20 مئی بیجنګ كښې چین۔پاکستان۔افغانستان درې اړخيزه غونډه شامل ده،مونږ ګڼو چې يو امناكه ، مستحکم، متحد او سوكاله افغانستان زمونږ د ټولو په ګټه دے۔ده ووئيل دا زمونږ هيله ده چې افغان عبوری حکومت دا خبره باوري كړي چې ټول ضروری اقدامات وكړي دغسې چې افغانستان خاوره د كوم هم رياست او په خاص توګه د پاکستان په ضد د ترهه ګرۍ لپاره استعمال نه شي۔ده ووئيل پاکستان ایران او اسرائیل ترمينځه د جنګ بندۍ هركلے كوو، 13 جون د دې بحران پېل نه پس پاکستان د خپلواكۍ تحفظ او دفاع لپاره د ایران د حق وکالت کړے، مونږ هيله لرو چې د ایران جوهری مسئله د جبر په ځاے به د سفارتکارۍ او خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔ ده ووئيل فلسطین سيمو كښې روان اسرائیلی جارحیت زمونږ لپاره د لوې خفګان وړ دے،مينځني ختيز كښې د شخړي بنيادي وجه د فلسطین به سيمو پرله پسې قبضه ده، اسرائیلی جارحیت ختمول، انسانی ه مرسته غير د څه خنډ باوري كول او غیر قانونی توګه قابض طاقت د ظلمونو لپاره ځواب وركونكے جوړولو له په سمسدتي توګه نړيوالي كاروائي ته اړتيا ده۔سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل مونږ د فلسطینیانو د خپلواكۍ حق او د يو آزاد ، د عمل وړ او متصل فلسطینی ریاست جوړولو له خپل غیر متزلزل او د اصولی مرستې پخلے كوو د كوم پايه تخت چې القدس الشریف وي۔ ده ووئيل سيمه كښې امن لپاره عدم مداخلت، تحمل او مشغولیت ته اړتيا ده، پاکستان د عوامی جمهوریه چین په تائیوان يواځنے قانوني اختیار تسليمولو سره “ون چائنه پالیسۍ” لپاره د خپې قوي مرستې پخلے كوي۔ده ووئيل نور پرمختګ كوونكو ریاستونو په شان پاکستان هم د یوکرین شخړې په نتيجه كښې بالواسطه نتيجو ، زيات شوي د خوراك او توان عدم تحفظ سره مخ دے،مونږ د ملګرو ملتونو چارټر او خبرو اترو په بنياد د دې شخړي د خبرو اترو د لارې په حل باور لرو۔ نائب وزیراعظم ووئيل موسمیاتی بدلون يو وجودي خطر دے كوم چې د پاکستان په شان پرمختګ كوونكې قامونه په غیر متناسب ډول متاثره كوي، سېلاب له امله مونږ د محدود وسائلو سره بيا بيا راغليو آفتونو سره مخ كيږو۔ده ووئيل پاکستان د خپلې قامی كچې ترسره شوے شراکت اپ ډیټ کړے او د قوي تخفیف او موافقت تګلاره ئې خپله كړي خو موسمیاتی انصاف تقاضا لري چې پرمختګ كوونكي هېوادونه موسمیاتی مالیات، ټیکنالوجی ته رسني او صلاحیت سازی لپاره خپل لوظونه پوره كړي۔ده ووئيل مونږ يواځي نړيوال يووالي د لارې د موسمیاتی تباهۍ مخنيوې كولے شو۔










