اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ماليزيا په کوالالمپور ښار كښې د آسيان ريجنل فورم په وزارتي غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي۔ دا خبره د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وكړه ۔ ده ووئيل اے آر اېف وزارتي غونډه كښې نائب وزيراعظم د اسياء پېسفك منطقې متاثره كوونكو …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د آسيان ريجنل فورم وزارتي غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر وياند بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ماليزيا په کوالالمپور ښار كښې د آسيان ريجنل فورم په وزارتي غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي۔ دا خبره د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وكړه ۔ ده ووئيل اے آر اېف وزارتي غونډه كښې نائب وزيراعظم د اسياء پېسفك منطقې متاثره كوونكو سياسي او په سلامتيا چارو خبرو كښې ګډون كوي چې پكښې به د خبرو اترو د لارې امن، استحکام او د شريكې مرستې ودې ته پام لرنه كولې شي۔ وياند ووئيل د آسيان ريجنل فورم د وزارتي غونډې په موقع نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراہيم ، د کاناډا خارجه وزير انيتا آنند، د آسټراليا خارجه وزير سينيټر پيني وونګ، د لاٶ پيپلز ډيموکريټک ريپبلک خارجه وزير، د سري لنکا خارجه وزير وجيتھا هيراتھ، د روسي فيډريشن خارجه وزير سرګئي لاوروف، د اروپائي ائتلاف اعليٰ نمائنده او نائب صدر کاجا کالس، د سوئټزرلينډ خارجه وزير او د برتانيه خارجه ډيوډ ليمي سره ملاقات كړے دے ۔ وياند ووئيل دې مشرانو سره د جاري دوه اړخيزه مصروفيان جاج واخستلے شو او اقتصادي، تجارتي، سرمايه کاري، تعليم، سېلګري، د لوړې كچې سياسي تبادلو او د اولس اولس سره په رابطو كښې مرسته زياتولو لپاره د عزم پخلے وكړے شو۔ ده ووئيل په منطقه كښې د اوسني پېشرفت پشمول په يو شمېره سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې ده










