اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په اسلام آباد كښې د وهيکل اميشن ټيسټنګ كمپائن رسمي پرانسته وكړه٬ اسلام آباد ټرانسپورټ اتھارټي ډلې د جديد آلات د لارې وزير مملکت ته د ګاډو معائنه وكړه۔ د اسلام آباد ټرانسپورټ اتھارټي لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې په اسلام آباد كښې د وزيراعظم او داخله وزارت په امر د …
په اسلام آباد كښې د نړيوال ميعار انفراسټرکچر سره په ماحول هم كار كوٶ۔ د داخله وزير مملكت د وهيکل اميشن ټيسټنګ كمپائن پرانستې په موقع خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په اسلام آباد كښې د وهيکل اميشن ټيسټنګ كمپائن رسمي پرانسته وكړه٬ اسلام آباد ټرانسپورټ اتھارټي ډلې د جديد آلات د لارې وزير مملکت ته د ګاډو معائنه وكړه۔ د اسلام آباد ټرانسپورټ اتھارټي لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې په اسلام آباد كښې د وزيراعظم او داخله وزارت په امر د ضلعي انتظاميه په څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دے۔ طلال چوهدري ووئيل په اسلام آباد كښې د نړيوال ميعار انفراسټرکچر سره په ماحول هم كار كوٶ ۔ وزير مملکت ووئيل څو كالو راهېسي د اسلام آباد ائير کوالټي انډيکس په زياتېدو ٶ ايئر کوالټي انډيکس 200 ته رسېدل پېل شوې وو۔ ده ووئيل د اسلام آباد وهيکل انسپکشن پېل شوے دے٬ ټيسټنګ لپاره مونږ د نړيوال معيار آلات راغوښتې دي۔ په دې موقع طلال چوهدري د پنجاب حکومت لخوا په ټرېنډ ټيم رالېږلو مننه وكړه۔ ده ووئيل د اسلام آباد ډپټي کمشنر عرفان نواز ميمن كور په كور ټيسټنګ پېل كړے دے










