آئي ټي وزارت ايچ اي سي ٬ ميټا او اين سي اي اے سي سره په ګډه د نیشنل اے آئی فیکلټی اپ اسکلنګ پروګرام پيل كړو

اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) آئي ټي وزارت اېچ ای سی، میټا او اېن سی ای اے سی سره په ګډه نېشنل اے آئی فېکلټی اپ اسکلنګ پروګرام پېل كړے دے۔ د زيارت په ورځ د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه په مشرۍ كښې په فېکلټی اے آئی ټرېننګ پروګرام د لوړې كچې …

اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) آئي ټي وزارت اېچ ای سی، میټا او اېن سی ای اے سی سره په ګډه نېشنل اے آئی فېکلټی اپ اسکلنګ پروګرام پېل كړے دے۔ د زيارت په ورځ د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه په مشرۍ كښې په فېکلټی اے آئی ټرېننګ پروګرام د لوړې كچې يوه غونډه د هائیر ایجوکیشن کمېشن (اېچ ای سی)، میټا او نیشنل کمپیوټنګ ایجوکېشن اېکرېډټېشن کونسل (اېن ای سی اے سی) په مرسته وكړې شوه۔ په غونډه كښې د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد، د اېن سی ای اے سی چیئرمېن، د آئي ټي سينئر افسران ، د پاکستان سافټ ویئر اېکسپورټ بورډ سی ای او او د اېټم کېمپ نمائندګانو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیرې دا اقدام د پبلک-پرائیویټ-اکېډمک همغږۍ يو ماډل وګرځولو چې مقصد يۍ د پاكستان د زده كړو اعلی څانګه ډیجیټل سباؤن لپاره تيارول دي۔ دا پروګرام تګلاره معارفي كوي: په ګرد هېواد كښې 1000 څخه زياتو غېر تکنیکی پوهنتونونو لپاره اے آئی سافټ اسکلز ټرېننګ، او 250 څخه تر 500 تکنیکی فېکلټی لپاره د اے آئی هارډ اسکلز سرټیفکېشن، په كومو كښې چې د میټا LLaMA سندونه شامل دي۔ وفاقي وزيرې د اے آئي ټرېننګ پړاؤنو ٬ په اردو او سيمه ايزو ژبو كښې د موادو د تيارۍ او په منصوعي ذهانت كښې اخلاقیات او سلامتيا سره د اړوندو اصولو د انضمام وړاندېز وركړو۔ د دې پېشرفت نګرانۍ لپاره د مشترکه ډېش بورډز د پېل او د يوې اوږدې مودې د “اے آئی فېکلټی ډېوېلپمنټ فنډ” د جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔ دې په دې خبره زور راوړو چې فېکلټی د جنرېټیو اے آئی په علم سنګارول د يو مستقبل شناس ٬ اے آئي شعور لرونكي افرادي قوت تيارولو له زيات مهم دي كوم به چې پاكستان په نړيوال ډيجيټل معيشت كښې د فعاله شموليت جوګه كړي

مزید خبریں