اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي په مالي كال 25-2024 كښې د پاکستان ريلوے په آمدن كښې 5 اربه روپۍ زياتوالے راغلے ٬ په دې مهال د 93 اربه روپو آمدن ترلاسه شوے، چې پكښې د مسافر ټرينز څخه 47.5 اربه روپۍ او د مال ګاډو څخه 31.5 اربه روپۍ امدن شامل دے۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له …
په مالي كال 25-2024 كښې د پاکستان ريلوے په آمدن كښې 5 اربه روپۍ زياتوالے راغلو ۔ حنيف عباسي

مزید خبریں
اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي په مالي كال 25-2024 كښې د پاکستان ريلوے په آمدن كښې 5 اربه روپۍ زياتوالے راغلے ٬ په دې مهال د 93 اربه روپو آمدن ترلاسه شوے، چې پكښې د مسافر ټرينز څخه 47.5 اربه روپۍ او د مال ګاډو څخه 31.5 اربه روپۍ امدن شامل دے۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د تېر كال تر پائ رېلوے ته تاريخ ساز 93 اربه روپۍ آمدن ترلاسه شوے۔ ده ووئيل مسافر رېلوېز څخه 47 اربه او د مال ګاډو څخه 31 اربه روپۍ ترلاسه شوي دغسې ملټري ټرافېک څخه 1.5 اربه روپۍ او نور کوچنګ ذريعو څخه 3 اربه روپۍ آمدن شوے ۔ حنيف عباسي ووئيل د دې نه علاوه د متفرق ذريعو د لارې 9.5 اربه روپۍ ترلاسه شوي۔ ده ووئيل د رېلوے 78 كلنه قامي تاريخ كښې د رېلوے آمدن لوړې كچې ته رسېدلے دے










