عوامي نېشنل پارټۍ د مولانا خان زيب په شهادت د درېو ورځو غم اعلان كړو

پېښور11جولائي(اے پي پي)عوامي نېشنل پارټۍ د مولانا خان زيب د شهادت غندنه كولو سره د درېو ورځو غم اعلان كړے ۔د عوامي نېشنل پارټي خېبرپښتونخوا صدر ميا افتخار حسين د مولانا خان زيب او د هغه په ملګرو د بزدلانه بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره ووئېل دا بريد يوازې په عوامي نېشنل پارټۍ نه بلكې د پښتون په شعور٬امن او مزاحمتي سياست بريد دے۔په خپل بيان كښې صوبائي …

پېښور11جولائي(اے پي پي)عوامي نېشنل پارټۍ د مولانا خان زيب د شهادت غندنه كولو سره د درېو ورځو غم اعلان كړے ۔د عوامي نېشنل پارټي خېبرپښتونخوا صدر ميا افتخار حسين د مولانا خان زيب او د هغه په ملګرو د بزدلانه بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره ووئېل دا بريد يوازې په عوامي نېشنل پارټۍ نه بلكې د پښتون په شعور٬امن او مزاحمتي سياست بريد دے۔په خپل بيان كښې صوبائي صدر ميا افتخار ووئېل د مولانا خانزيب پشان بهادر٬نظرياتي او امن خوښے عالم دين په ډاګه وژل د دې خبرې ثبوت دے چې ترهه ګرو ته يو ځل بيا ښكاره آزادي ترلاسه شوې۔ميا افتخار حسين اعلان وكړو چې نېشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا به درې ورځې غم لمانځي٬ټولې هلې ځلې به معطل وي۔ده هدايت وكړو چې د ټولو شهيدانو بخښنې لپاره به فاتحه خواني كوو۔د ګوند بيرغ سره احتجاج او د غم په توګه به تور بېرغ هم هسك كوو ۔ميا افتخار حسين كاركنانو ته د حوصلې٬اتحاد او تنظيمي نظم او ضبط په ځاے ساتلو خواست وكړو۔ده ووئيل ماته چې د ناوړه پیښې اطلاع ترلاسه شوه نو په سمدستي توګه باجوړ ته روان شوم چرته به چې زه كاركنانو٬غم جنو كورنيو او ځايې مشرانو سره د مشاورت نه پس راتلونكې تګلاره عمل اعلانوم

مزید خبریں