صدر مملكت سره د جمهوريه چيك او يوكرين لپاره نومولے شوو پاكستانو سفيرانو ملاقات

اسلام آباد11جولائي(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د جمهوريه چيك سره تجارت٬سرمايه كارۍ او اولسي روابط ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي جمهوريه چيك اروپا كښې د پاكستان مهم شراكتدار دے۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د جمهوريه چيك لپاره د پاكستان نومولے شوي سفير شهريار اكبر خان سره د ملاقات په مهال كړې چا چې په …

اسلام آباد11جولائي(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د جمهوريه چيك سره تجارت٬سرمايه كارۍ او اولسي روابط ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي جمهوريه چيك اروپا كښې د پاكستان مهم شراكتدار دے۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د جمهوريه چيك لپاره د پاكستان نومولے شوي سفير شهريار اكبر خان سره د ملاقات په مهال كړې چا چې په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات وكړو ۔صدر مملكت د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني او كلتوري پلاويو تبادلې په وده هم زور راوړو ۔صدر مملكت شهريار اكبر خان ته په نوې تقررۍ مباركي وركړه او د هغوي لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔صدر مملكت آصف علي زرداري سره د يوكرين لپاره نومولي سفير ميجر جنرل رېټائرډ كنور عدنان احمد خان هم ملاقات وكړو ۔په دې موقع صدر مملكت ووئيل پاكستان يوكرين سره په شريكه ګټه اډانه مرستې ته پراختيا وركول غواړو۔ده نومولي سفير ته هدايت وكړو جې هغه اقتصادي٬تجارتي او كلتوري اړيكو ته ودې وركولو لپاره كردار ادا كړې۔صدر مملكت آصف علي زرداري ميجر جنرل رېټائرډ كنور عدنان احمد خان ته په نوو ذمه وارو مباركي وركړه او د هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه

مزید خبریں