اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په پاكستان كښې د ځوانانو زياته آبادي د يوې غير معمولي موقعې سره سره يو مهم چيلنج هم دے ، حكومت د ځوانانو خېر ښېګړې له اقدامات كوي۔ د آبادۍ نړيوالې ورځ په موقعه وزيراعظم ووئيل هر كال د آبادۍ نړيواله ورځ په دې عزم سره لمانځلې شي چې په آبادۍ كښې د اضافې مخ نيوي او بشپړ پرمختګ ته …
پاكستان كښې د ځوانانو زياته آبادي يوه غير معمولي موقعه ٬ يو مهم چيلنج هم دے: د وزيراعظم شهباز شريف د آبادۍ نړيوالې ورځ په موقع بيان

مزید خبریں
اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په پاكستان كښې د ځوانانو زياته آبادي د يوې غير معمولي موقعې سره سره يو مهم چيلنج هم دے ، حكومت د ځوانانو خېر ښېګړې له اقدامات كوي۔ د آبادۍ نړيوالې ورځ په موقعه وزيراعظم ووئيل هر كال د آبادۍ نړيواله ورځ په دې عزم سره لمانځلې شي چې په آبادۍ كښې د اضافې مخ نيوي او بشپړ پرمختګ ته ودې وركولو له ټوله نړۍ يو موټې ده۔ سږ كال د آبادۍ نړيوالې ورځ سرخط “ځوانان په خپلو پښتو اودرول دغسې چې هغوي په يوه عادلانه او هيلمنده نړۍ كښې خپلې مطلوبه كورنۍ تشكيل كړې شي” دے كوم چې د پاکستان آبادیاتی منظرنامې لپاره يو مهم پيغام دے۔ وزیراعظم ووئيل 242 ملین آبادۍ ٬ په كومه كښې چې نزدې د 65 فیصد عمرونه د 30 كلونو څخه كم دي ٬ سره پاكستان د خپل تاريخ يو نازك پړاؤ څخه تېرېږي۔ د ځوانانو دا لوي شمېر د يوې غېر معمولي موقعې او يو مهم چېلنج نمائندګي كوي۔ كه د نوي نسل تربيې ته پام وګرځولے شي او دوئي خپلواكه كړې شي نو زمونږ د ځوانانو آبادي جدت، پېداواری صلاحیت او قامي پرمختګ لپاره يو فعاله قوت جوړېدے شي بياهم دومره لويه آبادي او د زياتېدونكې آبادۍ انتظام اولسي وسائل او د حكمرانۍ نظام فشار سره مخ كوي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت په حقونو د اډانه آبادۍ ايجنډې عزم لري ٬ مونږ د روغتيا آسانيو ته د لاس رسنۍ باوري كولو ٬ خانداني منصوبه بندۍ ته د ودې وركولو او د يو داسې نظام پياوړې كولو ته خاص پاملرنه كوو كوم چې وګړي باوقاره او خپلواكه جوړولو سره سره هغوي ته د خپلې خوښې سباؤن ټاكلو اجازه وركړي۔ وزيراعظم ووئيل د آبادۍ استحكام لپاره يو بشپړ او شعبه جاتي نقطه نظر ته اړتيا ده۔ وزیراعظم په ټولو اسټېک هولډرز، وفاقي او صوبائی حکومتونو، په پرمختيائي همكارانو ، سول سوسائټۍ ، پرائیوېټ سېکټر، مذهبی لارښودو او ځايي كميونټيز زور راوړو چې هغوي په دې چېلنجونو قابو موندلو له د خپلې ذمه وارۍ پخلے وكړي دغسې چې د آبادۍ په چېلنجونو د قابو موندلو عزم باوري كړې شي او د پاكستان سباؤن صحتمند او زيات سوكاله كړے شي










