اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په سرډھاكه بلوچستان كښې په بې ګناه مسافرو د فتنة الهندوستان ترهګرو د بريد سخته غندنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د قامي اسبملۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر د ترهګرۍ هدف ګرځېدلو كسانو كورنيو سره خواخوږي او د غمرازي څرګندونې سره ووئيل د شهيدانو د غمجنيو كورنيو په غم كښې …
د قامي اسمبلۍ سپيكر په سر ډھاكه كښې په مسافرو د فتنة الهندوستان ترهګرو د بريد غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په سرډھاكه بلوچستان كښې په بې ګناه مسافرو د فتنة الهندوستان ترهګرو د بريد سخته غندنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د قامي اسبملۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر د ترهګرۍ هدف ګرځېدلو كسانو كورنيو سره خواخوږي او د غمرازي څرګندونې سره ووئيل د شهيدانو د غمجنيو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يوو۔ ده ووئيل په بې ګناه وګړو بريد د بربريت تر ټولو ناوړه مثال دے۔ ترهګر عناصر قامي وحدت او امن ته زيان رسوي۔ سردار اياز صادق ووئيل قام د هند سرپرستۍ كښې د هر سازش ناكامه كولو له يو دے۔ ترهګر او د هغوي مرسته كوؤنكي به قانون سره مخ كولې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره ووئيل پارليمان د ترهګرۍ په ضد د پاك پوځ او امنيتي ادارو سره يو برابر ولاړ دے۔ امنيتي ځواكونه به د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو ختمولو كښې ضرور كامياب شي۔ ده د شهيدانو لوړو درجو او د غمجنيو كورنيو لپاره د صبر او زغم دعا وكړه










