د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بلوچستان كښې د 9 مسافرو د وژنې غندنه وكړه

اسلام آباد11جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بلوچستان كښې د 9 بے ګناه مسافرو د وژنې غندنه كولو سره وئيلي دي د بے ګناه مسافرو تښتول او قتل د انسانيت په ضد او غندني وړ عمل دے۔د جمعې په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دښمن د پاكستان امن ځپل غواړي،رياست به د هر بے ګناه وګړي د …

اسلام آباد11جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بلوچستان كښې د 9 بے ګناه مسافرو د وژنې غندنه كولو سره وئيلي دي د بے ګناه مسافرو تښتول او قتل د انسانيت په ضد او غندني وړ عمل دے۔د جمعې په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دښمن د پاكستان امن ځپل غواړي،رياست به د هر بے ګناه وګړي د ويني حساب اخلي۔سيد يوسف رضا ګيلاني په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه كولو سره سكيورټي ادارو ته د مجرمانو نيولو سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل سېنېټ د ځپليو كورنيو سره ولاړ دے،دا ډول ناوړه بريدونه د قام حوصل نه شي كمزوري كولې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان اولس ، پوځ او ادارې د ترهه ګرۍ په ضد يو دي۔

مزید خبریں