د كورنيو چارو وفاقي وزير د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او داخله وزير لېفټيننټ جنرل شيخ سيف بن زيد النهيان سره ملاقات٬دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم

ابوظهبي11جولائي(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او داخله وزير لېفټيننټ جنرل شيخ سيف بن زيد النهيان سره ملاقات كړے ۔ په دې مهال پاكستانو وګړو ته په ورمخې ته د ويزو په مسئلو او د امنيت مرستې٬ د نشه اي توكو مخ نيوي٬ د قاچاق مخ نيوي اود غېر قانوني اميګريشن مخ نيوي له يې د كار په اشتراك زياتولو او …

ابوظهبي11جولائي(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او داخله وزير لېفټيننټ جنرل شيخ سيف بن زيد النهيان سره ملاقات كړے ۔ په دې مهال پاكستانو وګړو ته په ورمخې ته د ويزو په مسئلو او د امنيت مرستې٬ د نشه اي توكو مخ نيوي٬ د قاچاق مخ نيوي اود غېر قانوني اميګريشن مخ نيوي له يې د كار په اشتراك زياتولو او د ټېكنالوجۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه شوی ده ۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې داخله وزارت ته رسېدو د وفاقي وزير محسن نقوي تود هركلے وكړے شو او ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔د هغه د يو اے اي داخله وزارت اعلٰی چارواكو سره تعارف هم وكړے شو ۔ملاقات كښې پاكستانو وګړو ته دپه ورمخې ته شوو د ويزې په مسائلو هم خبرې وشوې ۔ا د منيت مرستې په اړه د نشه اي توكو مخ نيوي٬ د قاچاق مخ نيوي او غېر قانوني اميګريشن مخ نيوي لپاره د كار اشتراك زياتولو او د ټېكنالوجۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه په تاريخي اړيكو خبرې وشوې ٬دواړو داخله وزيرانو بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وكړو ۔سيمه ايز صورتحال او منطقه كښې د تل پاتي امن په اړه هم خبرې وشوې ۔ملاقات كښې د امنيت چېلنجونو مخ نيوي لپاره د جديد ټېكنالوجۍ په خاص توګه د آرټيفشل انټيلي جنس څخهپه استفاده كولو ضرورت زور راوړلے شو ۔پاكستانو وګړو لپاره د ويزا په خاص توګه ورك ويزا كښې آسانۍ پېدا كولو له په ضروري اقدامات اتفاق وكړے شو ۔يو اے اي داخله وزير په دې لړ كښې د هر ممكنه مرستې باور وركړو ۔وفاقي وزير ووئيل يو اے اي سره د ورورولۍ اړيكې د پاكستان لپاره اثاثه ده۔ده ووئيل د امنيت پشمول د دوه اړخيزه مرستې په هره څانګه كښې مرستې ته لا پراختيا وركول غواړو۔محسن نقوي ووئيل د پاكستانيانو لويه شمېره يو اے اي معيشت قوي كولو كښې كردار ادا كوي۔غواړو چې پاكستاني وګړي په آسانۍ سره يو اے اي ته راشي۔داخله وزير محسن نقوي ووئيل ويزا پالېسي كښې آسانۍ څخه به وګړو ته ډېرې آسانۍ ترلاسه شي۔داخله وزير د امن او امان او جرائم مخ نيوي لپاره د ابوظهبي پوليسنګ جديد نظام او آپرېشنز روم هم دوره وكړه ۔ د داخله وزارت چارواكو داخله وزير محسن نقوي ته د مانيټرنګ آپرېشنز روم په اړه بريفنګ وركړو۔داخله وزير محسن نقوي د پوليس مانيټرنګ جديد ترين نظام كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه او پوليسنګ سسټم يې وستائېلو۔د داخله وزارت انډر سيكرټري٬ميجر جنرل سالم علي آل شمسي٬ د ابوظهبي پوليس ډائرېكټر جنرل٬ميجر جنرل شيخ محمد بن تهنون النهيان٬ د مصنوعي زېركتيا او ډيجيټل سكيورټي ډائرېكټر جنرل٬برېګيدئر انجينئر حسين احمد٬د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي محكمې ډائرېكټر جنرل٬بريګيډيئر سعيد عبدالله السويدي او نور افسران٬ متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمذي٬ډپټي هيډ آف مشن او نور هم په دې موقع موجود وو

مزید خبریں