اسلام آباد11جولائي(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري بلوچستان كښې د مسافرو وژلو غندنه كولو سره وئېلي دي دا بربريت د فتنه الهندوستان پاكستان كښې د وينې بهيولو سازش دے۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ووئيل فتنه الهندوستان پاكستان كښې انتشار او بناامني خپرول غواړي٬ترهه ګرو د بس څخه په كوزولو بې ګناه وګړي په بې دردۍ سره وژلي دي ۔صدر مملكت آصف …
صدر مملكت بلوچستان كښې د مسافرو وژلو غندنه وكړه ٬غم جنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد11جولائي(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري بلوچستان كښې د مسافرو وژلو غندنه كولو سره وئېلي دي دا بربريت د فتنه الهندوستان پاكستان كښې د وينې بهيولو سازش دے۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ووئيل فتنه الهندوستان پاكستان كښې انتشار او بناامني خپرول غواړي٬ترهه ګرو د بس څخه په كوزولو بې ګناه وګړي په بې دردۍ سره وژلي دي ۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئېل مونږ خپله زمكه د فتنه الهندوستان او د هغوي د سهولت كارو څخه په هر صورت پاكوو او د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به زمونږ هلې ځلې روانې وي۔صدر مملكت ووئيل مونږ د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو او د هغوي كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كوو۔










