ماسكو 11جولائي(اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر په مشرۍ كښې د صنعت او پېداوار وزارت پلاوي د روس سره په يو مهم پروټوكول لاس ليك كړے دے چې له مخې يې كراچۍ كښې د پاكستان اسټيل ملز بحالۍ او جديد كارۍ پريكړه شوی ده۔د جمعې په ورځ د صنعت او پیداوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې دا لوظ نامه د پاكستان د …
د پاكستان او روس ترمينځه د پاكستان اسټيل ملز بحالۍ لپاره تاريخي لوظ نامه

مزید خبریں
ماسكو 11جولائي(اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر په مشرۍ كښې د صنعت او پېداوار وزارت پلاوي د روس سره په يو مهم پروټوكول لاس ليك كړے دے چې له مخې يې كراچۍ كښې د پاكستان اسټيل ملز بحالۍ او جديد كارۍ پريكړه شوی ده۔د جمعې په ورځ د صنعت او پیداوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې دا لوظ نامه د پاكستان د صنعت او پېداوار وزارت سيكرټري سيف انجم او روس لخوا واديم ویلیچکو لاس ليك كړه۔لوظ نامې له مخې به د پاكستان اسټيل ملز په جديد خطوط استوار كولې شي كوم چې د پاكستان صنعتي پرمختګ كښې د يو نوې باب پېل ثابتېدې شي۔هارون اختر ووئېل په كال 1971 كښې د سوويت په مرسته د جوړ كړے شوي پاكستان اسټيل ملز اوس يو ځل بيا د روس په مرسته بحالولې شي كوم چې د وزيراعظم شهباز شريف د وژن عملي تعبير دے۔ده ووئيل دا شراكتداري د پاكستان اسټيل ملز پرمختګ٬صنعتي پیداوار كښې اضافې او د روزګار نوې موقعې راپېدا كولو لپاره به يو سنګ ميل ثابت شي۔هارون اختر ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف صنعتي وژن له مخې په هېواد كښې بند صنعتي يونټس بيا فعالولو لپاره عملي اقدامات كولې شي چې مقصد يې قامي پېداوار كښې اضافه٬برآمدات كښې ښه والے او د روزګار موقعې راپېدا كول دي۔دا لوظ نامه به د دواړو هېوادونو ترمينځه صنعتي مرستې ته لا وده وركوي او په منطقه كښې به د پاكستان صنعتي سباؤن لپاره يو قوي بنياد وركړي










