د كورنيو چارو وفاقي وزير لورالائي او موسی خيل سره نزدې د ترهه ګرو د بزدلانه كاروائيو غندنه٬ وكړه

اسلام آباد 11جولائي(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي لورالائي او موسی خيل سره نزدې په قامي ستره لاره ډاكئ سيمه كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په بزدلانه كاروائيو كښې د بې ګناه مسافرو په نخښه كولو په سختو ټكو غندنه كولو سره په دې ناوړه پیښه د غم دړد او په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔په خپل يو …

اسلام آباد 11جولائي(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي لورالائي او موسی خيل سره نزدې په قامي ستره لاره ډاكئ سيمه كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په بزدلانه كاروائيو كښې د بې ګناه مسافرو په نخښه كولو په سختو ټكو غندنه كولو سره په دې ناوړه پیښه د غم دړد او په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل په حق رسېدلو كسانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬د غم په دې سخت وخت كښې د غم جنيو كورنيوز سره ولاړ يو۔محسن نقوي ووئيل بې ګناه خلق په نخښه كول د سفاكيت انتها ده۔داخله وزير ووئيل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د بې ګناه خلقو په نخښه كولو د بربريت څرګندونه كړی۔محسن نقوي ووئيل د هند سپانسرډ ترهه ګرو او د آله كارو هر سازش به د قام په ملاتړ ناكامه كوو

مزید خبریں