د اروپائي ائتلاف او پاكستان ترمينځه د 2 كروړ يورو ګرانټ په لوظ نامه لاس ليك٬د غوره واكمنۍ او كاروباري ماحول ودې لپاره شريك اقدام

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د پاكستان حكومت او اروپائي ائتلاف ترمينځه د 2 كروړه يورو ګرانټ په لوظ نامه لاس ليك شوے چې له مخې يې"بهتر حكمراني او كاروباري ماحول"عنوان څخه پروګرام پېل كولې شي۔دا اقدام د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د پائيدار٬جامع او اوږد مهاله اقتصادي پرمختګ د شريك عزم يو مهم مثال دے۔د زيارت په ورځ د اقتصادي چارو ډويژن وزارت لخوا جاري اعلاميه كښې …

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د پاكستان حكومت او اروپائي ائتلاف ترمينځه د 2 كروړه يورو ګرانټ په لوظ نامه لاس ليك شوے چې له مخې يې”بهتر حكمراني او كاروباري ماحول”عنوان څخه پروګرام پېل كولې شي۔دا اقدام د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د پائيدار٬جامع او اوږد مهاله اقتصادي پرمختګ د شريك عزم يو مهم مثال دے۔د زيارت په ورځ د اقتصادي چارو ډويژن وزارت لخوا جاري اعلاميه كښې ووئېل شول د پاكستان حكومت او اروپائي ائتلاف ترمينځه د 2 كروړه يورو ماليت د ګرانټ لوظ نامه ترسره شوې كومې له مخې چې د “بهتر حكمراني او كاروباري ماحول” يوه نوې منصوبه پېل كولې شي۔دا لوظ نامه د پائيدار او جامع اقتصادي پرمختګ لپاره د دواړو ډلو د شريك عزم توثيق دے۔په لوظ نامه د اروپائي ائتلاف سفير ډاكټر رينا كيونكا او د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري ډاكټر كاظم نياز لاس ليك وكړو ۔دا منصوبه به د اروپائي ائتلاف ګڼ كلنه اشارتي پروګرام 2021 -2027 له مخې مالي مرسته ترلاسه كوي چې مقصد يې د پاكستان نجي څانګې په خاص توګه د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبارونو چې پكښې د ميرمنو مشري يا ميرمنو ته ګټه رسونكې كاروبار شامل دے٬صلاحيت زياتوي ۔

مزید خبریں