وفاقي وزير عبدالعليم خان سره د ايران سفير رضا اميري مقدم ملاقات

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان سره په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم ملاقات كړے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه وړاندې څخه د شته اړيكو ودې او د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل پاكستان او د ايران اولس د ملګرتيا او په مذهبي خپلولۍ تړلې شوي چې پكښې به انشاﺀ الله د …

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان سره په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم ملاقات كړے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه وړاندې څخه د شته اړيكو ودې او د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل پاكستان او د ايران اولس د ملګرتيا او په مذهبي خپلولۍ تړلې شوي چې پكښې به انشاﺀ الله د وخت سره سره نوره هم اضافه اوشي۔عبدالعليم خان د رضا اميري مقدم سره په ملاقات كښې د اسرائيل-ايران جنګ كښې د شهيدو شوو ايراني وګړو او افسرانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وكړه۔په خپلو خبرو كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم د عبدالعليم خان مننه كولو سره ووئيل زمونږ هېواد د پاكستان حكومت٬اولس او ميډيا په ملاتړ مننه كوي۔ده ووئيل ايران د صيهونيو ذهنيت او كاروائيو په مړانه مقابله كړې او دا كاميابي د لوي څښتن په مهربانۍ كښې خاص وه۔ملاقات كښې د دواړو لارښودو وينا وه جن پاكستان او ايران ته د دوست او دښمن پیژندګلي وښودله او په خاص توګه په ټوله نړۍ كښې هند او د اسرائيل اصليت هم رامخې ته شو۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ايران ته د هر ممكن مرستې وړاندېز وركولو سره ووئېل زما وزارت به د مواصلات ذ په څانګه كښې ښه والي لپاره شريك اقدامات كوي او ايران سره دوه اړخيزه مرستې ته به لا وده وركولې شي۔

مزید خبریں