
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د سينئر خبريال مقبول احمد رانا په مړينه د غم دړد څرګندوه كړې ده ۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئېل مقبول احمد رانا د بلوچستان د صحافت يو سينئر، تجربه كار او نامتو خبريال ٶ چا چې خپل ټول ژوند صحافت او حق ګوئۍ لپاره وقف كړے ؤ ۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔