اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي دي د بري امام عرس په موقع دې د امنيت ، خوراك څښاك او د صفائي ښه انتظامات باوري كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د بري امام سب کمېټۍ غونډي مشرۍ كولو سره وكړه۔ده ووئيل نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار غواړي چې د بري امام عرس …
د بري امام عرس په موقع د امنيت ، خوراك څښاك او د صفائي ښه انتظامات دې باوري كړې شي ۔ د ريلوے وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي دي د بري امام عرس په موقع دې د امنيت ، خوراك څښاك او د صفائي ښه انتظامات باوري كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د بري امام سب کمېټۍ غونډي مشرۍ كولو سره وكړه۔ده ووئيل نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار غواړي چې د بري امام عرس په مهال ښه انتظامات اوشي،زمونږ لپاره د د خوشحالۍ خبره ده چې مونږ د بري امام د عرس د انتظامات نګراني کوو۔ ده ووئيل د انتظامات کوونكي ډلي کارکردګي ښه ده خو په هغې كښې د لا ښه والي لپاره هڅي رواني دي۔ده ووئيل د بري امام عرس كښې د ټولي نړۍ او په خاص توګه بېلو سيمو كښې ګڼ شمير وګړي ګډون كوي، حفاظتي اقدامات باوري كولو له سکيورټي کيمرو ته اړتيا ده،د صفائي نظام وړاندې څخه ښه دے خو هغې كښې به لا ښه والے راوستلې شي۔غونډي ته د بري امام عرس په اړه د سکيورټي په انتظامات بريفنګ كښې ووئيل شول د مزار په خوا كښې واك تھرو سکيورټي ګيټس لګولې شوي او د زائرينو سهولت لپاره به شټل سروس هم ډير زر پېل شي۔په دې موقع وفاقي وزير سپارښتنه وكړه چې زائرينو لپاره دې طبي کيمپ هم جوړ كړے شي دغسې د څښلو پاكو اوبو وركړه دې باوري كړې شي۔په غونډه كښې د ذيلي کمېټۍ غړو نه علاوه د خادم بري امام راجه سرفراز اکرم هم خصوصي ګډون وكړو۔










