وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ترکیې خارجه وزير هاکان فیدان او د قامي دفاع وزیر یاسر ګلر ملاقات، پاك ترکیه اړيكي په سټریټجکي شراکت دارۍ د بدلولو د عزم پخلے

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف پاك ترکیه دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پیشرفت د اطمینان څرګندوني سره تجارت، سرمایه کارۍ، ټیکنالوجی او دفاع پشمول بېلو څانګو كښې ترکیې سره د مرستي لا قوي كولو او دا اړېكې په سټریټجکي شراکت داري بدلولو له د پاكستان د كلك هزم پخلے كړے ۔ده په تندۍ سره بدل شوي سيمه ايز او نړيوال ماحول او په …

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف پاك ترکیه دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پیشرفت د اطمینان څرګندوني سره تجارت، سرمایه کارۍ، ټیکنالوجی او دفاع پشمول بېلو څانګو كښې ترکیې سره د مرستي لا قوي كولو او دا اړېكې په سټریټجکي شراکت داري بدلولو له د پاكستان د كلك هزم پخلے كړے ۔ده په تندۍ سره بدل شوي سيمه ايز او نړيوال ماحول او په خاص توګه غزہ او د ایران په تناظر كښې د دواړو ډلو ترمينځه د نزدې رابطو په حاجت زور راوړو۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ترکیه خارجه وزير هاکان فیدان او د قامي دفاع وزیر یاسر ګلر ملاقات وکړو ۔ ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار، سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر،د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د قامي سلامتیا صلاحكار لیفټیننټ جنرل محمد عاصم ملك او نور اعلیٰ چارواكي هم موجود وو۔د ترکيه پلاوي هركلي كولو سره وزیراعظم د پاکستان او ترکیې ترمينځه د ورورولۍ اړيكو ذکر وكړو كومي چې په شريك تاريخ ٬ كلتور او شريك احترام اډانه دي۔ده د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پیشرفت د اطمینان څرګندونه وكړه او تجارت، سرمایه کارۍ، ټیکنالوجی او دفاع پشمول بېلو څانګو كښې د تركيې سره د مرستي لا قوي كولو لپاره يې د پاکستان د غیر متزلزل عزم پخلے وكړو۔ د روان كال په مهال د ترکیې صدر رجب طیب ایردوان سره د شوو خپلو بېلو ملاقاتونو پشمول د 17م اي سي او مشرانو غونډي په مهال د ملاقات ذكر كولو سره وزیراعظم د پاك-ترکیې اړيكې په سټریټجکي شراکت دارۍ بدلولو لپاره د پاکستان د كلك عزم پخلے وكړو۔نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار او خارجه وزير هاکان فیدان په شريكه مشرۍ كښې د شريك کمېشن غونډي هركلي كولو سره وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكي لا ښي شي۔ده د دې خبري پخلے وكړو چې دواړه هېوادونه به د بنیادی ګټې لپاره كوټلي او غیر متزلزل مرسته روانه ساتي۔ وزیر اعظم په تندۍ سره په بدل شوي سيمه ايز او نړيوال ماحول او په خاص توګه غزہ او د ایران په تناظر كښې د دواړو ډلو ترمينځه د نزدې رابطو په حاجت زور راوړو۔ده يو ځل بيا د هند سره د اوسني تاؤ ترېښوالي په مهال د پاکستان په مستقل مرسته د تركيې قوم او قیادت مننه وكړه۔ وزیراعظم د 5 اربه ډالره شريك هدف سر كولو لپاره دوه اړخيزه تجارت زياتولو له د دواړو هېوادونو د كوټلو هڅو په حاجت زور راوړو۔ د پاکستان په سرمایه کار دوسته پالیسو رڼا اچولو سره ده د تركيه کمپنیو له په پاكستان كښې د خپلي سرمايه كارۍ زياتولو بلنه وركړه او ترکیه له ئې د پاکستان ساختی اصلاحات او اقتصادی پرمختګ كښې د اشتراك بلنه وركړه۔

مزید خبریں