اسلام آباد 09 جولائي(اے پي پي) پاكستان او تركيه د دفاع٬تجارت٬توان٬كلتور٬تعليم او بنيادي ډهانچې پشمول مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو او دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 5 ارب ډالرو زياتولو عزم څرګندولو سره وئېلي دي پاكستان او تركيه په ځينو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري٬د اعلٰی كچ پلاوي شريكې تبادلې د دواړو هېوادونو مستحكمو اړيكو عكاسي ده۔ده د اعلٰی كچ اسټريټجك …
پاكستان او تركيه د دفاع٬تجارت٬توان٬كلتور٬تعليم او بنيادي ډهانچې پشمول مهمو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو او دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 5 ارب ډالرو زياتولو له عزم لري۔ د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د تركيې هم څنګ سره پرېس كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائي(اے پي پي) پاكستان او تركيه د دفاع٬تجارت٬توان٬كلتور٬تعليم او بنيادي ډهانچې پشمول مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو او دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 5 ارب ډالرو زياتولو عزم څرګندولو سره وئېلي دي پاكستان او تركيه په ځينو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري٬د اعلٰی كچ پلاوي شريكې تبادلې د دواړو هېوادونو مستحكمو اړيكو عكاسي ده۔ده د اعلٰی كچ اسټريټجك مرستې كونسل له مخې د جوړو كړو 12 شريكو قائمه كمېټو په جاري پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔نائب وزيراعظم اسحاق ډار د پاكستان په دوره راغلې د تركيې خارجه وزير حاقان فيدان او دفاع وزير ياشار ګلر هركلي كولو سره ووئيل د پاكستان او تركيې اعلٰی كچ پلاوې شريكې تبادلې د دواړو هېوادونو د مستحكمو ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي۔ده ووئيل د پاكستان او تركيه شريكې اړيكې قوي دي او په بېلو دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو مونږ يو بل سره په نزدې رابطه كښې يو٬په تندۍ سره بدلېدونكو نړيوالو حالاتو له مخې د وړاندې په مقابل كښې اوس هم هغسې رابطه ضروري ده۔ده ووئيل پاكستان د تركيې د دفاعي صنعت د صلاحيتونو معترف دے او مونږ د تركيې تجربات څخه استفاده كول غواړو٬ مونږ په منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره د تركيې سره خپلو اړيكو ته لا پراختيا وركول غواړو۔ده ووئيل زما د تركيه خارجه وزير سره د جون په 21مه او 22مه نيټه او آئي سي كونسل آف فارن منسټرز غونډې په موقع استنبول كښې ملاقات شوے ؤ او تېره اوونۍ آذربائيجان كښې راجوړ شوي د اي سي او سمټ په موقع هم هغوي سره سائيډ لائن ملاقات شوے ۔د يادونې وړ ده د اقتصادي كوآپرېشن كونسل په فروري 2025 كښې اسلام آباد كښې د اعلٰی كچ تېرې غونډې په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف او د تركيې صدر رجب طيب ايردوان په اتفاق د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو په مشرۍ كښې د جوائنټ وركنګ كمېشن جوړولو پريكړه كړې وه دغسې چې اعلٰی كچ سټريټجك كوآپرېشنل كونسل فريم ورك له مخې د جوړو كړو 12 جوائنټ سټينډنګ كمېټو د كاركردګۍ جاج واخستلے شي۔سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل نن مونږ د جوائنټ كمېشن د وړومبې غونډې په مهال په شريكه توګه د دې سټينډنګ كمېټو په كاركردګۍ تفصيلي غور وكړو ۔ده ووئيل دا امر خوشبينه دے چې د ځينې كمېټو غونډې شوي يا راتلونكو څو اوونيو كښې كولې شي٬سكيورټي٬انټيلي جنس او دفاع په اړه په دې وروستيو كښې د جوړې كړی كمېټۍ غونډه به د جولائي په 24مه نيټه اسلام آباد كښې كيږي او د تجارت او سرمايه كارۍ كمېټۍ غونډې د جون په 20مه نيټه شوي ٬دغسې د دفاعي پیداوار صنعت په اړه د جوړې كړی كمېټۍ غونډه به ستمبر په آخر كښې كيږي۔نائب وزيراعظم ووئيل د ټرانسپورټ او كميونيكيشن كمېټۍ غونډه راتلونكې اوونۍ كښې متوقع ده٬دغسې دنورو كميټو پشمول د صحت٬سائنس او ټېكنالوجي٬سوشل سيكتر ډوېلپمنټ٬كلچر اينډ ټورازم٬ايګريكلچر اينډ واټر٬انرجي اينډ پاور٬بينكنګ اينډ فنانس او سياسي او سفارتي كوآرډينيشن كمېټو غونډې هم راتلونكو مياشتو كښې به كيږي۔ده ووئيل نن د غونډې په مهال ما او زما د تركيې هم څنګ استنبول كښې په شوي د او آئي سي كونسل آف فارن منسټرز غونډې او د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د تركيې صدر رجب طيب ايردوان د آذربائيجان سمټ په موقع شوي ملاقات كښې د كړو پريكړو په فالو اپ تفصيلي غور وكړو۔ده ووئيل په دې وروستيو ورځو كښې د ملاقاتونو په مهال په شوو پريكړو د عملدرآمد په رفتار مطمئن يو٬ډلو لخوا په موثر دولا د عملدرآمد جاج اخستلے كيږي او مونږ كراچۍ كښې د تركيې كاروباري او صنعتي ادارو لپاره مخصوص يو شريك خاص اقتصادي زون د جوړولو هم جاج اخلو۔ده ووئيل استنبول٬تهران او اسلام آباد ټرين بحال شوے او په دې اړه د پلاوي په كچه د روټس تعين كولې شي۔سينيټر اسحاق ډار ووئيل مونږ وړاندې نه مظفر آباد كښې د معارف سكول لپاره زمكه وركړی د٬ د معارف فاؤنډېشن يو پلاوي نن هم د مظفرآباد دوره كوي دغسې چې په اړوند ځاے د سكول تعمير ته حتمي شكل وركړي۔ده ووئيل د تركيې كمپنۍ په پاكستان كښې د دانش يونيورسټي ميګا پراجيكټ له مخې د جناح ميډيكل كمپليكس جوړولو جاج هم اخلي٬دغسې د تركيې كمپنۍ په پاكستان كښې آف شور ډرلنګ پراجيكټس كښې هم شاملې دي او په دې اړه هغوي د خوښۍ څرګندونه كړی۔ده ووئيل دغسې د تركيې كمپنۍ پاور سيكټر كښې د بجلۍ تقسيم كونكو كپمنو(ډسكوز)نجكارۍ كښې هم خوښي لري۔نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان او تركيې د ترهه ګرۍ مخ نيوي مقابلې لپاره د كار استعداد كښې اضافې له هم موثره همكاري باوري كوي۔ده ووئيل مونږ شپ بريكنګ٬كولډ سټوريج او ميونسپل اينډ ايګريكلچر واټر ښه استعمال لپاره هم د تركيې تجرباتو څخه استفاده كول غواړو۔ده ووئيل دا امر خوشبينه دے چې د تېرو 11 كلونو څخه غېر فعاله جوائنټ منسټرل كمېشن په فعالولو هم اتفاق شوے ٬زمونږ د تجارت وزير جام كمال خان او د تركيې دفاع وزير ياشار ګلر به هم ډېر زر د جوائنټ منسټرل كمېشن غونډې شريكه مشري وكړي٬دا ټول اقدامات راتلونكې كال تركيه كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او تركيې صدر په مشرۍ كښې د 8مه هائي ليول سټريټجك كوآپرېشن كونسل غونډې كاميابولو لپاره به مستحكم بنيادونه وګرځي۔د پرېس كنفرنس په اختتام نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار ووئيل پاكستان تركيه د باور وړ دوستان او ورور هېوادونه دي٬ د تركيې اولس تل زمونږ سره ولاړ پاتې شوے او تاريخ د هغوي د ورورولۍ مثالونو څخه ډك پروت دے د كوم چې تازه مثال پاك هند شخړه كښې هم په نظر راځي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به تل د خپل تركيې خوئېندو وروڼو سره ولاړ وي۔اسحاق ډار ووئيل نن شپه زا او زما د تركيې هم څنګ حاقان فيدان د آسيان ريجنل فورم په غونډه كښې ګډون لپاره ملائېشيا ته ځوو۔په دې موقع د تركيې خارجه وزير حاقان فيدان سينيټر اسحاق ډار په خبرو د مننې څرګندونې كولو سره ووئيل د ده خبرې زما د زړه غږ دے او دا د دواړو هېوادونو شريكې اعلاميې مترداف دي ۔ده خبريالانو ته ووئيل چ نن زه د خپل دفاع زير سره ښكلې ښار اسلام آباد كښې موجود يم او زمونږ دوره ډېره كامياب وه۔په دې موقع د نائب وزيراعظم او خارجه وزير په تود هركلي كولو مننه كوم٬پرېس كنفرنس نه وړاندې مونږ د پلاوي په كچه ملاقات كړے او د دې نه پس به مونږ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره هم ملاقات كوو۔دغسې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره به هم ملاقات كيږي٬ ده ووئېل د تركيې او پاكستان شريكې ورورولۍ اړيكې په قوي بنيادونو قائم دي۔دواړو قامونو اړيكې به سباؤن كښې نورې ښې نتيجې وركړي٬زمونږ اړيكې د كومې پیښې په بنياد نه دې بلكې دواړه هېوادونه د ورورولۍ اړيكې لري۔ده ووئيل معيشت٬انرجي٬دفاعي صنعت٬تعليم او كلتور په څانګو كښې مونږ اړيكو ته پراختيا وركړی او د نن د پاكستان او تركيې اعلٰی كچ سټريټجك كوآپرېشن كونسل غونډه كښې په پريكړو د عملدرآمد تفصيلي خيالاتو جاج اغستلے شوے ۔ده ووئيل د تركيه صدر هدايات په رڼا كښې د تركيې ټولې ادارې د دې فريم ورك له مخې اعلٰی كچ سټريټجك كونسل په پريكړو عملدرآمد باوري كولو لپاره جامع اقدامات كوي۔ده ووئيل مونږ شريك تجارت تر 5 ارب ډالرو رسولو له عزم لرو٬بېلو معاشي څانګو كښې مونږ دوه اړخيزه شراكتدارۍ ته د پراختيا وركولو امكانات جاج اخلو۔ده ووئيل د دې فريم ورك له مخې د پاكستان او تركيه نېشنل آئل كمپنو په اپرېل 2025 كښې په يوه لوظ نامه لاس ليك هم كړے كوم چې ډېر د اهميت وړ اقدام دے۔ده ووئيل د دې لوظ نامې له مخې به زمونږ كمپنۍ په شريكه توګه پاكستان كښې د تيل او قدرتي ګاز پنګو لټون لپاره په آف شور ډرلنګ منصوبو كار كوي٬دا لوظ نامه زمونږ د ډهانچه جاتي مرستې تازه مثال دے۔ده ووئيل د تركيه او پاكستان فضائي رابطې د اطمينان وړ دي خو تركيه پاكستان سره زمكيزې او د اوبو د لارو رابطو كښې اضافې خوښي لري كومه چې زمونږ كاروباري اړيكو كښې پراختيا لپاره ضرورې ده ٬په دې اړه په تكنيكي شراكتدارۍ كار روان دے۔د تركيې خارجه وزير ووئيل مونږ د تعليم په څانګه كښې شريكې شراكتدارۍ ته هم بنيادي اهميت وركوو٬هم دغه وجه ده چې د تركيې معارف فاؤنډېشن پاكستان كښې 80 فيصده څخه زيات د سكولونو كار كوي او دې تعليمي نيټ ورك ته به لا پراختيا وركولې شي۔ده د تعليمي نيټ ورك ودې لپاره سينيټر محمد اسحاق ډار او پاكستان حكومت په اقدامات منن وكړه او وې وئېل تركيه او پاكستان دفاعي پیداوار صنعت څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره هم ګڼ شمېر مهم اقدامات كوو او بېلو څانګو كښې شريكې مرستې او شراكتداري زياتولو لپاره شوي اقدامات د وياړ وړ دې۔ده ووئيل راتلونكو ورځو كښې د دفاعي پیداوار صنعت په اړه زمونږ شراكتداري به لا پراخه شي كومه چې د دواړو هېوادونو سكيورټي لپاره ضروري ده او دا يو سټريټجك اقدام هم دے۔ده ووئيل په دې اړه په بېلو پروژو كار روان دے۔ده ووئيل زمونږ هېواد د ډېرې مودې څخه د ترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو كښې بوښت دے او مونږ عزم لرو چې مونږ به د ترهه ګرۍ خاتمه باوري كوو۔ده ووئيل چد ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره به مونږ شريكه مرسته جاري ساتو۔ده خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ اوسنو یپښو غندنه هم وكړه او وې وئېل تركيه كښې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ خاتمې لپاره د پاكستان مرسته زمونږ لپاره ډېر مهم سپورټ دے۔ده هيله څرګنده وكړه چې راتلونكې وخت كښې به د پاكستان او تركيې اړيكو كښې نوره هم اضافه اوشي۔ د منطقې اوسنې صورتحال او بحران تناظر كښې د تركيې خارجه وزير حاقان فيدان ووئيل په دې اړه د پاكستان او تركيه شريكې اړيكې٬يو والے او شراكتداري ضروري ده كومه چې زمونږ هېوادونو كښې امن او استحكام لپاره سخت ضرورت هم دے٬هم دغه وجه ده چې مونږ پاكستان سره نزدې مرسته او شراكتداري لا پراخه كوو۔د پاكستان تركيه او آذربائيجان درې مياشتنيز مشاورت په اړه ده ووئيل دا پليټ فارم د بنيادي اهميت وړ دے۔ده ووئيل زمونږ صدر واضحه كړې چې په جنګ كښې څوك هم فاتح نه وي او نه په امن كښې څوك ماتې سره مخ كيږي۔ده ووئيل د سوئېلي اسيا په اړه زمونږ هم دا دريځ دے۔ده ووئيل تېر اپريل او د مئي په مهال پاك هند تاؤ تريخوالي كښې د تركيې پشمول نړيوالې ورورولۍ تشويش لرلو خو دغه تاؤ تريخوالي په مهال پاكستان دانشمندانه او مدبرانه كردار ادا كړو د كوم چې نړيواله ورورولي معترف ده ۔ده ووئيل كه چرې د دواړو اتومي قوتونو ترمينځه تاؤ تريخوالې يا شخړه رامخې ته شوې وه نو د دې يرېدونكې نتيجې رامخې ته كېدې شوې۔ده ووئيل مونږ د پاكستان او هند ترمينځه د جنګ بندۍ پريكړه يوه مهمه پريكړه ګڼو۔ده ووئيل د تاؤ تريخوالي خاتمې لپاره د ډلو ترمينځه بامعني خبرو ته ضرورت دے٬تركيه تل د خبرو معاونت لپاره چمتو دے دغسې چې په منطقه كښې امن او امان قائم وي او شخړی ختمې كړی شي۔په ايران د اسرائيلي جارحيت په اړه د تركيې خارجه وزير ووئيل اسرائيلي اقدام د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي ده د كوم چې دواړه هېوادونه د اعلٰی كچ غندنه كوي٬اسرائيلي بريدونه او جارحيت نه يوازې مونږ منطقې بلكې ټولې نړۍ لپاره د امن سخت خطر ګڼو ۔ده هيله څرګنده كړه چې ايران-اسرائيل جنګ بندۍ به مستقل وي۔ده ووئيل مونږ ډلو ته د خبرو اترو پېل كولو پیغامات لېږلې۔ده ووئيل پاكستان او تركيه شخړيزو ډلو سره رابطې د لارې امن لپاره هڅې كوي٬تركيه باور لري چې شخړی د خبرو د لارې حل كېدې شي او په دې اړه مونږ مثبت كردار ادا كوو۔د غزه صورتحال٬جنګ بندۍ او بشري مرستې وركولو په اړه ده ووئيل په دې اړه مصالحتي كردار ادا كوونكو هېوادونو سره مشاورت روان دے ٬ دغسې چې د اسرائيلي جارحيت او بريدونو مخ نيوې اوشي او په غزه كښې امن راشي۔ده ووئيل مونږ به د فلسطين اولس او فلسطين دريځ ملاتړ جاري ساتو۔ده ووئيل تركيه او پاكستان دوه اړخيزه رابطو او اړيكو كښې پراخا استحكام لپاره نور اقدامات كولې شي۔د پرېس كنفرنس په آخر كښې ده يو ځل بيا د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په تود هركلي كولو مننه وكړه۔










