اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو په روانيدو د باور څرګندونې سره د خیبر پښتونخوا نوموړي سیاسي شخصيت ثمر هارون بلور په مسلم لیګ ن (PML-N) کښې شموليت وکړو۔د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه په جاري بيان كښې وئيلي شوي ثمر هارون بلور، سعیده جمشید او جمشید مومند د شورو په ورځ د وزیراعظم محمد شهباز …
وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ثمر هارون بلور ملاقات، په مسلم لیګ (ن) کښې شموليت ٬ د وزیراعظم له خوا هرکلے

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو په روانيدو د باور څرګندونې سره د خیبر پښتونخوا نوموړي سیاسي شخصيت ثمر هارون بلور په مسلم لیګ ن (PML-N) کښې شموليت وکړو۔د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه په جاري بيان كښې وئيلي شوي ثمر هارون بلور، سعیده جمشید او جمشید مومند د شورو په ورځ د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره ولیدل۔ په دې ملاقات کښې د وزیراعظم سلاحکار رانا ثناءالله، د ګلګت بلتستان او کشمیر چارو وفاقي وزیر او د مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صوبائي صدر انجینر امیر مقام، د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار یوسف، د پبلك آفئير يونټ وزير رانا مبشر او د مسلم لیګ (ن) صوبائي عمومي سکرټري مرتضی جاوید عباسي هم موجود وو ۔ثمر هارون بلور د هېواد معاشي استحكام، عوام دوسته بجټ او د هېواد معاشي پرمختګ په اړه د وزیراعظم قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔ دي ووئيل هیله لرو چې خیبر پښتونخوا به د مرکز او پنجاب په ډول د پرمختګ په لار روانه كړې شي۔ ثمر هارون بلور د وزیراعظم او د ګوند قيادت سره په ګډه د خیبر پښتونخوا د خلقو خدمت له د عزم څرګندونه وكړه ۔وزیراعظم ثمر هارون بلور ته په ګوند کښې هركلے اووې او د هغې سباؤن لپاره ئې د نیکو هیلو څرګندونه وكړه۔وزیراعظم د ثمر هارون بلور د اولسي خدمت جذبه وستائېله او د بلور کورنۍ قربانيو او د خدمات اعتراف يې وكړو۔










