د وفاقی وزيرانو خالد حسین مګسی او اورنګزیب خان کھچی ملاقات ، قامی ورثې او د تعلیم په همكارۍ د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د سائنس و ټیکنالوجی وفاقی وزیر خالد حسین مګسی او د قامي ورثه او كلتور وفاقی وزیر اورنګزیب خان کھچی مهم ملاقات کړے ۔په دې موقع دواړو وفاقی وزيرانو د خپلو وزارتونو ترمينځه مرستي ته د ودې وركولو او د قامي ورثې تحفظ و ودې لپاره د جدید سائنس و تعلیمی طریقو په خپلولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د سائینس و ټیکنالوجی وزارت د …

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د سائنس و ټیکنالوجی وفاقی وزیر خالد حسین مګسی او د قامي ورثه او كلتور وفاقی وزیر اورنګزیب خان کھچی مهم ملاقات کړے ۔په دې موقع دواړو وفاقی وزيرانو د خپلو وزارتونو ترمينځه مرستي ته د ودې وركولو او د قامي ورثې تحفظ و ودې لپاره د جدید سائنس و تعلیمی طریقو په خپلولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د سائینس و ټیکنالوجی وزارت د اړخه د شورو په ورځ جاري شوي اعلامیې له مخې د ملاقات په مهال وفاقی وزیر اورنګزیب خان کھچی زور راوړو چې د پاکستان کلتور او تاریخی اثاثه نه يواځي د تير وخت نښانې دي بلکه دا د قامی یووالي او د نوي نسل تعلیم و تربیه كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل كلتوري ورثه يواځي د محفوظولو څيز نه دے بلکه يوه تعلیمی وسیله هم ده كومه چې زمونږ پېژندګلي نسلونو ته منتقل کوي۔په دې موقع وفاقی وزیر خالد حسین مګسی ووئيل د ټیکنالوجی مؤثره استعمال سره مونږ خپله ورثه په ښه ډول محفوظولې شو او نوي نسل ته ورسولې شوو ۔دواړو وفاقی وزيرانو د داسې بین الموضوعاتی تعلیمی پروګرامز پېل كولو ته اتفاق وكړو كوم چې سائنس، ټیکنالوجی، تاریخ او فنونِ لطیفه خپلو كښې تړي۔دې خبري ته هم صلاح راغله چې ځوانانو كښې سائنسی شعور سره سره قامی ورثې سره تړون پېدا كول د وخت مهم ضرورت دے۔

مزید خبریں