د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د جمهوريه تركيه دفاع وزير په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

پېنډي 09 جولائي(اے پي پي)د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو پاكستان او تركيې ترمينځه د تل پاتي ورورولۍ اړيكو رامخې ته كولو سره په شريكو هيلو او تزويراتي هم غږۍ زور راوړے ۔ده د جديد تربي او د ايرو سپيس ټېكنالوجيز څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د پي اے ايف د كلك عزم هم پخلېے وكړو ۔د شورو په ورځ …

پېنډي 09 جولائي(اے پي پي)د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو پاكستان او تركيې ترمينځه د تل پاتي ورورولۍ اړيكو رامخې ته كولو سره په شريكو هيلو او تزويراتي هم غږۍ زور راوړے ۔ده د جديد تربي او د ايرو سپيس ټېكنالوجيز څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د پي اے ايف د كلك عزم هم پخلېے وكړو ۔د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د جمهوريه تركيه دفاع وزير ياسر ګلر په مشرۍ كښې يو اعلٰی كچ پلاوي په ايئر هيډ كوارټرز اسلام آباد كښې ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د سيمه ايز سلامتيا صورتحال٬ د روانې دفاعي مرستې په پېشرفت او د جنګ رامخې ته كېدونكو څانګو په سباؤن كښې د مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال د پاك فضائيه مشر د پاكستان او تركيې ترمينځه د تل پاتي ورورولۍ اړيكو رامخې ته كولو سره د شريكو هيلو او تزويراتي هم آهنګۍ په ضرورت زور راوړو كوم چې دواړه هېوادونه د يو بل سره تړي۔ده جديد تربيت او ايرو سپيس ټېكنالوجۍ په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې له د پي اے ايف د پوخ عزم پخلے وكړو ۔دواړو لارښودو د شريكې خوښې بېلو څانګو كښې پېشرفت كولو او تندولو لپاره د شريك وركنګ ګروپ په جوړولو هم اتفاق وكړو ۔د تركيې دفاع وزير د پاك فضائيه لخوا په تود هركلي او مېلمستيا د ايئر چيف د زړه نه مننه وكړه۔هغه د هند سره په اوسنۍ شخړه كښې د ايئر چيف بصيرت لرونكې مشرۍ كښې د پي اے ايف غېر معمولي كاركردګۍ ستائېلو سره د آپرېشنل تيارو او د قامي خپلواكۍ عزم دفاع وستائېله ۔د تركيې او پاكستان ترمينځه د زړو ورورولۍ اړيكو رامخې ته كولو سره هغه د صنعت په كچه د مرستې د لارې دوه اړخيزه دفاعي اړيكو ته تقويت وركولو ل هد تركيې د عزم خواهش څرګند كړو ۔۔د تركيې دفاع وزير پائلټ ايكسچېنج پروګرام كښې د پي اے ايف د پرله پسې ملاتړ هم ستائنه وكړه كوم چې دوي د دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه پيشه وره پرمختګ او آپرېشنل مفاهمت ته د ودې وركولو يو مهم اقدام وګرځولو ۔دواړو مشرانو د ښې تربيتي مرستې طريقو ته په حتمي شكل وركولو اتفاق وكړو او د شريكو دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه فضائي مشقونو پيمانې او دائره كار پراخه كولو لپاره يې د يو قوي عزم پخلے وكړو۔د تركيې دفاع وزير ايئر هيډكوارټرز اسلام آباد دوره د دوړو وروڼو هېوادونو د سټريټجك مرستې زياتولو٬ د دفاعي اړيكو مستحكم كولو او د پاكستان او تركيې د وسله والو ځواكونو ترمينځه د اوږد مهاله اداره جاتي روابط ودې لپاره د شريك عزم عكاسي كوي۔

مزید خبریں