د روغتونونو خزله ځائے ته رسولو لپاره ماډل پراجيكټ پېل كړے شوے۔د صحت وفاقي وزير مصطفٰی كمال

اسلام آباد 09 جولائي(اے پي پي)د صحت وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي پوهان وائي چې احتياط د علاج نه بهتر دے٬هيلتھ كيئر وړومبي پړاؤ كښې خلق د رنځ څخه بچ كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده انډس روغتون اينډ هېلتھ نيټ ورك په مرسته خزله ځائے ته رسولو لپاره د ييلو وين وركولو دستورې ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔ده ووئيل احتياط د علاج څخه بهتر دے كه چرې …

اسلام آباد 09 جولائي(اے پي پي)د صحت وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي پوهان وائي چې احتياط د علاج نه بهتر دے٬هيلتھ كيئر وړومبي پړاؤ كښې خلق د رنځ څخه بچ كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده انډس روغتون اينډ هېلتھ نيټ ورك په مرسته خزله ځائے ته رسولو لپاره د ييلو وين وركولو دستورې ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔ده ووئيل احتياط د علاج څخه بهتر دے كه چرې احتياط ونه كړو نو ناروغه كيږو به٬ د پاكستان 15 ضلعو روغتونونو خزله ځائے ته رسولو لپاره ماډل پراجيكټ پېل كړے شوے۔ده ووئيل د انډس هسپتال ګلوبل فنډ مرستې څخه 15 ضلعو كښې د روغتونونو خزله ځائے ته رسولو لپاره ګاډي وركړې شوي۔وفاقي پايه تخت كښې به يو وين ډي ايچ او اسلام يباد ته وركولې شي۔ده ووئيل د روغتون ويسټ خطرناك وي ٬دا خزله چې چرته څخه تېريږي هر پلو رنځ خپروي٬ دا د خلقو د رنځ څخه ساتلو لپاره يو لويې ګام دے٬روغتون جوړولو او داروګانو وركولو ته پام لرنه كوو ٬ ده ووئېل 68 فيصد رنځونه د ناولو څښكلو اوبو خڅه راپېدا كېږي۔د روغتيا وزير مصطفٰی كمال ووئيل كه د څښكلو اوبه پاكې وي نو 68 فيصد ناروغۍ به كمې شي٬پاكې اوبه وركول٬په آبادۍ كنټرول او د روغتونونو خزله ځائے ته رسولو څخه ناروغيو كښې به كمے راشي۔ده ووئيل د انډس روغتون په مرسته انسانان د بيمارۍ څخه بچ كولو لپاره لويې اقدام شوے ٬مونږ له به خلق د ناروغۍ څخه ساتل وي٬ ده ووئېل هيلتھ كيئر سسټم قوي كولو ته پام لرنه كوو ٬آبادي تر ټولو لويه مسئله ده٬د دې په سبب مسئلې راپيدا كيږي۔ده ووئيل په روغتونونو د رنځورانو ګڼه ورځ په ورځ زياتېږي٬چې آبادي كمه شي نو د صحت په مسئلو به قابو موندل ممكن شي۔

مزید خبریں