
اسلام آباد 08 جولائی (اے پي پي) د غیر سرکاري تنظیم “پیاس انټرنیشنل” د اړخه شوې اوسنۍ سروے كښې د وفاقی پايه تخت اسلام آباد په ترقیاتی منصوبو د اولسي، سیاسي او کاروباري حلقو د بشپړ باور څرګندوني كولو سره د سي ډي اے چیئرمېن ، د اسلام آباد چیف کمشنر او ډي جی سول ډیفنس محمد علی رندھاوا قیادت مثالی ګرځولے دے ۔د نهي په ورځ د پیاس انټرنیشنل د اړخه جاري شوي پرېس ریلیز له مخې 10 زره كسان چې پكښې کاروباری شخصیات،د معیشت پوهان، د تعلیم پوهان،رئیل اسټیټ مارکیټنګ کمپنۍ او د تعمیراتی کمپنیو استازي او عام وګړي شامل وو ،هغوي سروے كښې د خپلو خیالاتو/رائے څرګندونه كړې ۔پوهانو ووئيل سی ډی اے د اسلام آباد په تاریخ كښې په وړمبي ځل پخپلو محدود وسائلو کارولو ښار او مضافاتي سيمو كښې ګڼ شمير ترقیاتي منصوبې په کامیابۍ سره بشپړه كړي،په دې منصوبو كښې د سړكونو جوړول او بيا رغونه،انډر پاسز جوړةل ،سګنل فري کوریډور ،سیکټر ډویلپمنټ، سټریټ لائټس لګول، انډر چینجنګ انرجي ایفیشنټ لائټس، د لنك روډز بحالي او د ښكلا نورې منصوبې شاملې دي۔د سی ډی اے د دې پیشرفت مقصد يواځي د ښار پرمختګ نه بلكه د سپېځلې واكمنۍ او خود انحصارۍ عملی مظاهرہ هم ده، غیر د كوم اضافی خرڅونو د پرمختيائي عمل بار د خپلو وسائلو څخه پوره كول يو جرأت مندانه او عوام دوسته اقدام دے كوم چې د ټيكس وركوونكو د روپو قدر او د ذمه وارۍ عکاسي ده۔نوموړو انجینئرز، تعمیراتی پوهانو او ټرانسپورټ او د بلډنګ انډسټرۍ نمائندګانو هم دا عمل ستائېلے دے۔د هغوي له مخې د سی ډی اے د اړخه خپل كړے پرمختيائي ماډل نه يواځي مستحکم دے بلكه د سباؤن منصوبه بندۍ لپاره د تقليد وړ هم دے۔په دې موقع د پیاس انټرنیشنل هیومن رائټس چیئرمین رانا عمران لطیف ووئيل سي ډی اے په محدود بجټ كښې مثالي کارکردګی ښودلي، په پرمختيائي كارونو كښې د شفافیت، خود انحصارۍ او منصوبه بندۍ چې كوم معيار خپل كړے شوے هغه د ستائني وړ دے،د سی ډی اے ماډل دې په قامی كچه خپل كړې شي او د دې ادارې کارکردګی دې وستائېلې شي۔ده ووئيل اسلام آباد كښې اوسني پرمختيائي بدلونونه نه يواځي د ځائې وګړو د ژوند معيار ښه كوي بلكه د ټول هېواد ادارو له د خود انحصارۍ، دیانت او منصوبه بندۍ ترغیب هم وركوي۔