
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د نوموړې سماجي شخصيت عبدالستار ايدهي 9مې تلين په موقع هغه ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي عبدالستار ايدهي د انسانيت د خذمت ښه مثال جوړ كړے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل عبدالستار ايدهي زمونږ د قام ښه اثاثه وه٬ټول قام نن د عبدالستار ايدهي په تلين هغه ته دعقيدت پيرزوئنې وړاندې كوي۔ده ووئيل عبدالستار ايدهي نه يوازې پاكستان بلكې د ټولې نړۍ لپاره انسانيت سره د خواخوږۍ يو مثال قائم كړو