
باكو 08 جولائی (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د نهي په ورځ د پارلیمانی پلاوي سره د آذربائیجان ملی مجلس دوره وكړه۔ ملی مجلس ته په رسېدو د ملی مجلس سپیكر صاحبه غفارووا د قامی اسمبلۍ سپیكر او د پاكستان پارلیمانی پلاوي هركلے وكړو۔ د قامی اسمبلۍ سپیكر د آذربائیجان ملی مجلس سپیكري صاحبه غفارووا سره ملاقات وكړو، سپیكر مجلس كښې په تود هركلي د ملی مجلس سپیكري مننه وكړه ۔ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ ملاقات كښې د پارلیمانی مرستې ، اقتصادي شراكت دارۍ او په اولسي كچه رابطو ته ودي وركولو ته اتفاق وشو۔ د قامی اسمبلۍ سپیكر د كشمير په مسئله ، غزه كښې په انساني بحران او د ایران-اسرائیل تاؤ ترېښوالي په ړه د آذربائیجان د مړاني مؤقف وستائېلو۔ سپیكر د وزیراعظم محمد شهباز شریف د آزادو شوو آذربائیجان سيمو اوسنۍ دوره مهمه وګرځوله۔ ده ووئيل ګوادر بندرګاه سيمه ايز تجارت او اقتصادی مرستي وده كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔د قامي اسمبلۍ سپیكر د آذربائیجان، پاكستان او تركیې پارلیمانی سپیكرز ترمينځه د درې اړخيزه غونډې زر تر زره د كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل پارلیمانی پلاوي كښې حكومتی او اپوزیشن غړي شامل دي،كوم چې د آذربائیجان لپاره د پاكستاني پارلیمان د مرستې څرګندونه ده۔ قامي اسمبلۍ پاكستان د آرمینیا او آذربائیجان تاؤ ترېښوالي په موقع د آذربائیجان مرستې له دوه قراردادونه په متفقه توګه منظور كړې دي۔ دسې قامي اسمبلۍ د آرمینیا جارحیت په ضد خپل قرارداد كښې غندنه كړې ده ۔سيكر د ملي مجلس صاحبه غفارووا د پاكستان د اړخه په مستقل مرسته مننه وكړه او د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكي ئې د وياړ وړ وګرځولې ۔هغې د آذربائیجان-پاكستان-تركیې درې اړخيزه پارلیماني غونډه او 2021 كښې د پاكستان دوره مهمه وګرځوله۔ صاحبه غفارووا د پاكستان-آذربائیجان پارلیمانی فرینډشپ ګروپ پلاوي له راروان كال د غونډې په مهال د ملی مجلس دورې كولو بلنه وركړه۔سپیكر سردار ایاز صادق ملی مجلس كښې د ميلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل۔ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ غړو ډاكټر مهیش كمار ملاني ، چوهدری افتخار نذیر، صادق افتخار، عمیر خان نیازي ، محمد افضل كھوكھر، محمد معین عامر پیرزاده او نذیر احمد بھګیو ګډون كولو۔