د قامي اسمبلۍ سپيکر په مشرۍ كښې پارلماني پلاوي په باکو كښې د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره وليدل

باکو 07 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پارلماني پلاوي په باكو كښې د جمهوريه آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ليدلي دي ٬ په دې موقع د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو٬ پارلماني مرسته٬ سيمه ايز صورتحال او نړيوالو چېلنجونو تفصيلي خبرې شوي دي۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سپيکر سردار اياز صادق د صدر الهام عليوف لخوا په تود هركلي او كوربتوب مننه كولو سره آذربائيجان سره د پاکستان د غير متزلزل، تل پاتې او اصولي ملاتړ پخلے وكړو۔ ده د جمو و كشمير په مسئله د پاكستان د موقف ښكار او په مستقل ملاتړ د آذربائيجان د قيادت مننه وكړه او د هند د اوسني اشتعال انګيزو، په غزه كښې د جاري انساني بحران، او د ايران-اسرائيل په تاٶ تريخوالي د آذربائيجان د واضحه ، اصولي او د زړه ور موقف ستائنه كولو سره ووئيل دا موقف د انصاف او نړيوال قانون د سرلوړۍ مظهر دے۔ صدر الهام عليوف د پاکستاني پلاوي هركلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو اعليٰ او مثالي كچه رامخې ته كړه۔ ده ووئيل د پاکستان او آذربائيجان روابط په ورورولۍ٬ شريك ملاتړ او د غېر متزلزل يووالي په بنياد قائم دي۔