
اسلام آباد 07 جولائی (اے پي پي) وفاقی حکومت د محکمو رائټ سائزنګ په اړه د کابینه کمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزاني وزارت كښې د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدري ، د ريلوے وفاقی وزیر محمد حنیف عباسي ،د خزاني وزارتِ ، اسټیبلشمنټ ډویژن او نورو اړوندو وزارتونو او محکمو سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ کمېټۍ د سلمان احمد په مشرۍ كښې د سب کمېټۍ د اړخه د ريلوے وزارتِ په اړه د وړاندې شوو سفارشات جاج واخستلو۔په دغه سفارشات كښې ادارہ جاتی ډھانچه ښه كول، د انسانی وسائلو تقسیم په منطقی انداز ترتیبول او د قامي ترجیحات له مخې د محکماتي افعالو په ښه كولو زور راوړلے شو دغسې چې کارکردګۍ كښې ښه والے راوستلے شي۔په غونډه كښې د بحري چارو وزارتِ په اړه تعارفی سیشن هم وشو چې پكښې د وزارت کارکردګۍ ، روانو هڅو او د هغې د عوامی پالیسۍ او په سروس ډیلیوری د اثرات جاج وړاندې كړے شو۔په دې پریزنټېشن كښې د وزارت ماتحت ادارو د کارکردګی، ادارہ جاتی ښه والي لپاره د مجوزہ اقدامات، تکرار ختمولو او محدود وسائلو كښې د ښو نتيجو ترلاسه كولو په تګلاره رڼا واچولې شوه۔ده د سب کمېټۍ هڅي وستائېلي او په ټولو وزارتونو يې زور راوړو چې دې عمل كښې برخه واخلي او دا خبره باوري كړي چې شبیځلې جائزہ او د شواهدو په بنیاد پريكړي د دې اصلاحاتي عمل بنیاد وي۔په غونډه كښې د اړوندو وزارتونو سره د مشاورت نه پس د راروانو جائزو او د عمل وړ منصوبو جوړولو سپارښتنه وشوه۔