د كورنيو چارو وفاقی وزیر پاکستان کوسټ ګارډز كښې د نوي Rigid Hull Inflatable Boats بيړو شمولیتی دستوره كښې ګډون

کراچۍ 07 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر سید محسن رضا نقوی د ګل په ورځ کراچۍ پورټ كښې د پاکستان کوسټ ګارډز بيړۍ كښې د Rigid Hull Inflatable Boats بيړو شمولیت دستوره كښې د خصوصي ميلمه په حثيت سره ګډون وكړو۔ډائریکټر جنرل پاکستان کوسټ ګارډز، میجر جنرل جواد ریاض د وفاقی وزیر هركلے وكړو۔دستوره كښې اعلیٰ عسکری و سول چارواكو، د نړيوالي ورورولۍ غړو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصیات ګډون وكړو۔په خپله وينا كښې وفاقی وزیر د پاکستان کوسټ ګارډز پیشه وره پوهه او کارکردګی ستائېلو سره ووئيل دا د هېواد يواځنې فورس دے كوم چې په يو خت كښې په زمكه او سمندر دواړو كښې كار كوي۔ ده ووئيل کوسټ ګارډز يو د ستائنې وړ او مهم فورس دے،كوم چې قاچاق، غیر قانونی هجرت او غیرقانونی كبانو نيولو مخنيوي كښې كوټلې کردار ترسره كوي۔ده د کوسټ ګارډز د اسمګلنګ، منشیات او انسانی اسمګلنګ په ضد کامیابې کارروائی هم وستائېلي۔ده ووئيل نوي Rigid Hull Inflatable Boats بيړو شمولیت سره به د فورس آپریشنل صلاحیتونه نور هم زيات شي او غير قانوني هلو ځلو مخنيوي له به مرسته تر لاسه شي۔محسن نقوی د پاکستان کوسټ ګارډز د اړخه ضبط شوي منشیات او ممنوعه څيزونه په باقاعدګۍ سره تلف کولو روایت هم وستائېلو۔د كورنيو چارو وزير زور راوړو چې اسمګل شوي څيزونه او منشیات تلف كول او اولسي خبرتيا كمپائن د ټولني تحفظ لپاره ضروری دے۔ده ووئيل منشیات او ثاچاق يو خطرناك ناسور دے كوم چې نه يواځي زمونږ د هېواد بلکه ټولي نړۍ لپاره لوئ خطر لري او مونږ له به په ګډه د دې خاتمه باوري كول وي۔