
اسلام آباد 04جولائی(اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه وشوه چې مقصد يې په هېواد كښې د پومبې پیداوار زياتولو لپاره د روان اقدامات جائزه اخستلو سره په هغې كښې تندي راوستل وو۔په دې موقع د وزارت سينئر افسران٬د كركيلې صوبائي محكمې استازي٬تحقيقي پوهان او د پومبې پیدا كوونكو مهمو سيمو سره تعلق لرنكو ډلو ګډون وكړو۔غونډې ته د وينا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل پومبه د پاكستان كركيلې معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او د هېواد ټيكسټائل صنعت لپاره د خام مال لويه ذريعه ده۔ده په دې خبره د تشويش څرګندونه وكړه چې د تېرو څو كلونو په مهال د پومبې د ايكړ په سر پېداوار كښې كمے رامخې ته شوے او د دې رجحان مخ نيوي لپاره مربوط او هدفي حكمت عملي خپلولو ته سمدستي ضرورت دے۔ده د حكومت د دې عزم پخلے وكړو چې د پومبې په پیداوار كښې ښه والي لپاره د كروندګر دوست پالېسيو٬به تحقيق اډانه حل او د زرعي خذمات ښه والے به باوري كولې شي۔ده ووئيل د پومبې ښه پیداوار نه يوازې د هېواد معيشت بلكې كلي والو سيمو كښې د كروندګرو آمدن زياتولو لپاره هم ضرورې دے۔د غونډې په اختتام وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل پومبه د پاكستان لپاره د يو سټريټجك فصل حيثيت لري د كوم پرمختګ لپاره چې حكومت هر ممكن اقدامات كوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې وفاقي او صوبائي ادارو ترمينځه موثر مرسته٬ د وسائل ښه استعمال او د كروندګرو منډيانو سره تړلو لپاره به قوي پالېسۍ فريم ورك جوړولې شي ۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې وزارت به كروندګرو ته ورمخې ته مسائل حل كولو او د پومبې معيشت بحالۍ له خپل موثر كردار ادا كوي