
خانکندي 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان په خانكندي ښار كښې د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) د سر مشريزې 17مې غونډې په مهال د ايران صدر ډاکټر مسعود پيزشکيان سره ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او ايران ترمېنځه په ټولو څانګو كښې د جاري دوه اړخيزه مرستې جاج واخست او د پاك ايران اړيكو لا قوي كولو لپاره ئې د خپل تېر ملاقات په مهال د شوو پرېكړو په پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د ايران په ضد د اسرائيل د بې دليله جارحيت په تناظر كښې په رامخې ته شوې سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د ايران صدر ډاکټر مسعود پيزشکيان د مشرۍ ستائنه كولو سره په اوسني بحران كښې د ايران د جنګ بندۍ د پرېكړې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د ايران اولس او حكومت سره د پاكستان د غېر متزلزل يووالي تذكر كولو سره په منطقه كښې امن لپاره خبرو اترو او د سفارتكارۍ د لارې په ګډه كار روان ساتلو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې د ايران صدرډاکټر مسعود پيزشکيان د اوسني تاٶ تريخوالي په مهال د نړيوال فورمز پشمول ايران لپاره د پاکستان د مضبوط سفارتي ملاتړ ستائنه كولو سره د شخړې په كمولو كښې د پاكستان مهم كردار مننه وكړه۔ وزيراعظم د ايران صدر ته د ايران سپريم ليډر لپاره د مباركۍ او د نېكو هيلو پېغام هم وركړو۔