وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او وزير مملكت طلال چوهدري د جي سكس دوره٬مركزي امام بار ګاه اثناﺀ عشری كښې د انتظامات جاج واغستلے شو

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د داخله وزير مملكت طلال چوهدري سره د جي سكس دوره وكړه او په مركزي امام بارګاه اثناﺀ عشری كښې د انتظامات جاج يې واخست۔جاري شوي پرېس رېليز له مخې چيف كمشنر٬ د اسلام آباد آئي جي او د امام بار ګاه منتظمين هم وزيرانو سره وو۔وزيرانو د مركزي امام بار ګاه اثناﺀ عشری كښې د انتظامات جاج واخست۔د وزيرانو لخوا د جلوس روټ٬سكيورټي چارو او پاركنګ انتظامات هم جاج واخستلے شو ۔امام بار ګاه كښې وزيرانو ته په مجموعي انتظامات او سكيورټي چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيرانو ته ووئيل شول سيف سټي كښې جوړ روم څخه د ټولو جلسونو او مجالس مانيټرنګ روان دے٬محرم الحرام په مهال به په ټول ښار كښې 181 جلوسونه او 965 مجالس كيږي۔بريفنګ كښې ووئېل شول د سكيورټي انتظامات له مخې 16 زره څخه زيات پوليس او رينجرز وظيفه ترسره كوي۔ضلعي انتظاميه د ټولو امام بارګانو منتظمينو سره په رابطه كښې ده ٬د محرم الحرام په اړه د هر مسلك علماﺀ كرامو سره هم ملاقاتونه شوي۔وفاقي وزيرانو د امنيتي چارو پشمول په مجموعي انتظامات د اطمينان څرګندونه وكړه او د محرم الحرام په مهال د امنيت انتظامات د فول پروف ساتلو هدايت يې وكړو