
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتهارټي(پي تهري اے)بورډ آف ډائرېكټرز 39مې غونډه په اسلام آباد كښې وشوه۔د غونډې په مهال وفاقي وزير په مالياتي چېلنجونو قابو موندلو ٬پروژې په وخت بشپړېدل باوري كولو او د بنيادي ډهانچې او اولسي خذمات وركړه ښه كولو لپاره د نجي سرمايه كارۍ٬جدت او انتظامي صلاحيتونو څخه د بشپړ ګټې پورته كولو په اهميت زور راوړو۔وفاقي وزير ووئيل پبلك پرائيويټ پارټنرشپس زمونږ د انفراسټركچر پرمختګ او د حكمت عملۍ بنيادي ستن ده۔مونږ نجي سرمايه او پوهه كارولو سره نه يوازې په مهمو قامي پروژو كار تندوو بلكې سپيځلې٬اوږد مهاله پرمختګ او د اولسي وسائلو موثر استعمال هم باوري كوو۔د غونډې په مهال بورډ د ځينو مهمو انفراسټركچر پروژو منظوري وركړه كومې به چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ماډل له مخې بشپړولې شي۔په دې كښې اسلام آباد كښې اربن واټر او د سيوريج منصوبو لپاره د نړيوالس مالياتي ادارې په توګه د ټرانزيكشن ايډوائزرس تقرري هم شامله وه كومه به چې د ډائرېكټ كنټريكټنګ ريګوليشنز 2023 له مخې عملې كولې شي۔په غونډه كښې د بورډ غړو چې پكښې د منصوبه بندۍ وزارت سېكرټري٬د خزانې وزارت نمائنده٬د بورډ نجي غړو او د پي تهري اے چيف ايګزېكټو افسر او د هغه ډله شامله وه ګډون وكړو ۔پ ه خاص توګه رابللې شوو كسانو كښې د منصوبه بندۍ كمېشن غړے٬(پي ايس ډي اينډ سي)او د انفراسټركچر او سيمه ايزو رابطو غړے٬د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن او د سي ډي اے چيئرمين شامل وو۔