د وفاقي وزير اورنګزيب كھچي په مشرۍ كښې د پاكستان سول ايوارډز 2025 په اړه د فنون لطيفه او ادب د ذيلي كمېټي غونډه

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د پاكستان سول ايوارډز 2025 په لړ كښې د فنون لطيفه او ادب د ذيلي كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب كهچي په مشرۍ كښې وشوه ۔ په غونډه كښې د فنون لطيفه او ادب په څانګو كښې د ځانګړو خدمات ترسره كوٶنكو شخصيات په نامو غور وشو٬ په غونډه كښې د كابينه سيكرټريټ او نورو اړوندو ادارو پشمول د فنون لطيفه او ادب نمائندګانو ګډون وكړو٬ ګډون كوٶنكو د دې خبرې په باوري كولو زور راوړو چې ايوارډز لپاره د انتخاب عمل دې په مېرټ آډانه وي او د پاكستان د بشپړه كلتوري ورثې دې حقيقي نمائندګي وكړې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير اورنگزيب كھچي ته د پاكستان سول ايوارډز په انتخابي عمل بريفنګ هم وركړے شو٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د نامزدګۍ بېلا بېلو ادارو څخه په مجموعي توګه 129 نومونه تر لاسه شوي۔ په غونډه كښې د قامي ورثه او كلتور سيكرټري اسد رحمان ګېلاني، د بين الصوبائي رابطې سيكرټري محي الدين احمد واني او نورو چارواكو ګډون وكړو