د رانا مشهود احمد خان په مشرۍ كښې د فرسټ نيشنل يوتھ ګيمز چمتوالي نيولو په اړه غونډه

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان په مشرۍ كښې د فرسټ نيشنل يوتھ ګيمز چمتوالي نيولو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې ځوانان د لوبو د لارې اختيار منده جوړولو په اهميت رڼا اچولو سره پبلك پرائيويټ پارټنرشپ او د بين المحكمه مرستې باوري كولو په ضرورت زور راوړلے شو دغسې چې د دې لوبو معيار د نړيوال معيار شي او د لوبغاړو خېرښګره باوري كړې شي۔ په غونډه كښې د وفاقي او صوبائي محكمو لوړو پورو٬ د پاكستان اولمپك اېسوسي اېشن نمائندګانو پشمول بېلا بېلو شراكتدارو هم ګډون وكړو۔ دا خبره د زيارت په ورځ د پي اېم يوتھ پروګرام لخوا په جاري بيان كښې وكړې شوه