
سيويل 03 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د نړيوال بېنك سينئر مينجنګ ډائريکټر ايکسل وان ټراټسنبرګ سره ليدلي دي ٬ په دې موقع د خزانې وزير د پاكستان د پرمختيائي اېجنډا د نړيوال بېنك د پرله پسې ملاتړ ستائنه كولو سره د آئي اېم اېف د اي اېف اېف پروګرام د کاميابې جائزې او د ريزيليئنس اينډ سسټين ايبليټي فيسلټي (آر اېس اېف) له مخې د جاري اصلاحات په اړه خبر كړو۔ وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د سپېن په سېويل ښار كښې فنانسنګ فار ډويلپمنټ لپاره څلورم نړيوال كنفرنس (اېف اېف ډي فور) په موقع د نړيوال بېنك سينئر مينجنګ ډائريکټر ايکسل وان ټراټسنبرګ سره وليدل او په دې موقع يې د قامي ګرېن ټېكسانومي د اجراء ذكر وكړو كوم چې د نړيوال بېنك په معاونت جوړ كړے شوے ۔ د ملاقات په مهال د خزانې وزير د پاكستان حكومت او نړيوال بېنك ترمېنځه د لس كلنه کنټري پارټنرشپ فريم ورك د منظورۍ هركلے وكړو چې پكښې د كوچنيانو د غذائي كمبي ٬ تعليم، ماحولياتي تحفظ، مالي وسائلو كښې د پراختيا، په کاربن كښې كمے او د نجي سرمايه كارۍ مهمې څانګې شاملې دي۔ ده په دې فريم ورك د موثر عملدرآمد او د تل پاتي پرمختګ هدفونه سر كولو لپاره د نړيوال بېنك د نزدې همكارۍ عمل له د عزم پخلے وكړو