
سيويل 03 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د سپېن په سېويل ښار كښې فنانسنګ فار ډويلپمنټ لپاره څلورم نړيوال كنفرنس (اېف اېف ډي فور) په موقع د نېدرلېنډز د خزانې وزير ايلکو هائينن سره ملاقات كړے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې او دوستانه اړيكو په لا پراخه كولو خبرې شوي ۔ د ملاقات په مهال تجارت، په پرمختيائي مرسته، موسمياتي لچك او د اداره جاتي صلاحيت سازۍ په موضوعات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع د پاکستان لخوا په زراعت كښې د جديد ټيکنالوجۍ، آبي وسائل انتظام او د سرکاري خدمات د ډيجيټلائزيشن په څانګو كښې د نيدرلينډز پوهې څخه استفادې لپاره د پاكستان خوښي څرګنده كړه۔ وفاقي وزير د نيدرلينډز لخوا د پاكستان په بېلا بېلو څانګو كښې په روان مالي و تکنيکي معاونت په خاص توګه پبلل فنانشل مينجمنټ، اېس اېم اي ترقۍ، د تجديد وړ توان او د ماحولياتي زراعت په وده كښې د مرستې مننه وكړه۔ د نيدر لينډز وزير د پاکستان د اصلاحاتي ايجنډې د ملاتړ پخلے وكړو او د پاليسي تسلسل، سپېځلتيا او د سرمايه کارۍ په ډاډګيرنه يې زور راوړو