شوشا، قره باغ 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) سر مشريزه غونډه كښې ګډون لپاره په دوه ورځنۍ دوره شوشا، قره باغ ته رېسدلے دے ٬ د فذولي په هوائي مېدان د آذربائيجان د كلتور وزير عادل کرملي، د آذربائيجان پاکستان كښې سفير خضر فرهادوف، د پاکستان په آذربائيجان كښې سفير قاسم محي الدين او اعلي سفارتي او حکومتي اهلكارو وزيراعظم …
وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم سر مشريزه غونډه كښې ګدون لپاره په دوه ورځنۍ دوره شوشا٬ قره باغ ته ورسېد

مزید خبریں
شوشا، قره باغ 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) سر مشريزه غونډه كښې ګډون لپاره په دوه ورځنۍ دوره شوشا، قره باغ ته رېسدلے دے ٬ د فذولي په هوائي مېدان د آذربائيجان د كلتور وزير عادل کرملي، د آذربائيجان پاکستان كښې سفير خضر فرهادوف، د پاکستان په آذربائيجان كښې سفير قاسم محي الدين او اعلي سفارتي او حکومتي اهلكارو وزيراعظم او د ھغه د پلاوي هركلے وكړو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي وزيراعظم سره په پلاوي كښې ګډون شامل دي۔ وزيراعظم شهباز شريف په خانکندي كښې د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو په غونډه كښې ګډون كوي او غونډې ته به وېنا هم كوي ۔ وزيراعظم به په غونډه كښې ګدون كوٶنكو نړيوالو مشرانو سره مهم ملاقاتونه هم كوي








