
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د سائنس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسين مګسي په مشرۍ كښې د قامي سول اېوارډز لپاره د نامزدګۍ د جاج اسغتو غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې سائنس، ټيکنالوجي، تعليم او د انجينئرنګ په څانګو كښې په ځانګړې خدمات د پوهانو نامې په قامي كچه ايوارډز او صدارتي تمغو لپاره غوره كړې شوې۔ د سائنس و ټيکنالوجۍ وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په غٶنډه كښې د سائنس و ټيکنالوجۍ وفاقي سيکرټري ساجد بلوچ پشمول د وزارت اړوندو چارواكو او پوهانو ګډون وكړو ۔ د غونډې په مهال وفاقي وزير ووئيل حکومت د ميرټ، سپېځلتيا او د كاركردګۍ په اصولو په سختۍ سره عمل كوي۔په غونډه كښې د بېلا بېلو كانديدانو د خدمات تفصيلي جاج واخستلے شو او د غور نه وروستو سفارشات مرتب كړے شول۔ ګډون كوونكو اتفاق وكړٶ چې دا سفارشات به د ضابطې کارروائۍ بشپړېدو نه وروستو منظورۍ لپاره اړوندو چارواكو ته لېږلې شي۔