اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې د رېلوے هيډكوارټرز كښې د مهمې غونډې په مهال د ډرائي پورټس كاركردګي٬آمدن او صلاحيت تفصيلي جا ج واخستلے شو ۔په غونډه ګښې مغلپوره٬اسلام آباد او اضاخيل ډرائي پورټس په آمدن او استعداد رپورټس هم وړاندې كړے شو ۔وفاقي وزير په دې موقع ووئيل دا ډرائي پورټس د بې شمېره آمدن صلاحيت لري٬دا په …
د رېلوے وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه٬ د ډرائي پورټس په آؤټ سورس كولو غور

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې د رېلوے هيډكوارټرز كښې د مهمې غونډې په مهال د ډرائي پورټس كاركردګي٬آمدن او صلاحيت تفصيلي جا ج واخستلے شو ۔په غونډه ګښې مغلپوره٬اسلام آباد او اضاخيل ډرائي پورټس په آمدن او استعداد رپورټس هم وړاندې كړے شو ۔وفاقي وزير په دې موقع ووئيل دا ډرائي پورټس د بې شمېره آمدن صلاحيت لري٬دا په جديد خطوط سمولو ته اړتيا ده۔ده ټولو ډويژنل سپرنټنډنټس ته هدايت وكړو چې په محنت او اصلاحات د مسافرو مسائل حل باوري كړئ۔ده ټولو رېلوے افسرانو ته هم هدايت وكړو چې د ريلوے سټيشنز بيا بيا دورې وكړي او نيغ په نيغه مسافرو سره رابطه قائم كړی۔محمد حنيف عباسي واضحه كړه چې ريلوے سټيشنز او ټرينونو كښې نصب كړې ګاز سلنډر د اوګرا څخه منظور شوي پكار دي۔ده د سلنډرز چيكنګ كمپائن پيل پريكړه هم وكړه۔ده د سټيشن ماسټرز كاركردګي ستائېلو سره اعلان وكړو چې كوم سټيشن ماسټر د پاكوالي٬ښكلا٬ اونو بوټو او د نور خيال ساتلو په اړه ښه كار وكړي هغه ته په په ذاتي توګه انعام وركولې شي۔








